د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې اړوند ترنم او فرهنګ ریاست د اسلام ستر پیغمبر د میلاد ورځ ولمانځله

media_admin
شنبه ۱۴۰۳/۶/۳۱ - ۸:۳۱
TVETA

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې اړوند د ترنم او فرهنګ رياست لخوا د اسلام مبارک دین د ستر پيغمبر حضرت محمد (ص) د ميلاد په مناسبت يو لړ مراسم تر سره کړل.

په دې مراسمو کې شاعران، لیکوالان، ادیبان او مقاماتو برخه اخیستې وه او ویناوې یې وکړې.

په یاد پروګرام کې ویناوالو ټینګار وکړ چې مسلمانان باید د ژوند په ټولو چارو کې د هغه ستر (حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم) اخلاق او سلوک په خپل ژوند کې ځانته خپل کړي.

د دې پروګرام په بله برخه کې شاعرانو او ترنم ویوونکو د اسلام د ستر پیغمبر د ژوند او اخلاقو په اړه خپل شعرونه او لیکنې ولوستلې.

دا په داسې حال کې ده چې د ترنم او فرهنګ ریاست تل د مهمو دیني او فرهنګي مناسباتو په مناسبت دیني او فرهنګي غونډې جوړوي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۱۰:۲۲
Background image

د لغمان تخنیکي لیسې زده‌کوونکو ته د «ای سي اېم» عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د لغمان ولایت مرکز تخنیکي او مسلکي لیسې زده‌کوونکو د یوه درسي جلسې په ترڅ کې د موټرو د ای سي اېم (ACM) سیستم په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. دا درسي جلسه د اړوندې څانګې استاد تر څارنې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۴ - ۱۴:۴۵
Background image

د ودانۍ د پلان جوړولو په اړه زده‌کوونکو ته عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د لغمان ولایت مرکز د تخنیکي او مسلکي لیسې ساختماني څانګې زده‌کوونکو د یوه درسي جلسې په ترڅ کې د یوې ودانۍ لپاره پلان جوړول په عملي توګه زده کړل. د لغمان ولایت مرکز د تخنیکي او مسلکي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۳ - ۱۱:۴۲
Background image

د قرغیو کثیرالرشتوي انسټیټیوټ لخوا د منرالي خښتو جوړول

د لغمان ولایت قرغیو کثیرالرشتوي انسټیټیوټ زده‌کوونکي د اړوندې څانګې د استاد په همکارۍ او مشوره د منرالي خښتو جوړول زده کړل. لارښود استاد په دې درسي جلسه کې نوموړو ته د منرالي خښتو د. . .

BACK TO NEWS