د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې او د کرنې او مالدارۍ وزارت د مسوولینو ترمنځ غونډه
د کرنې او مالدارۍ محترم وزارت یوه پلاوي د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د پروګرامونو د څیړنې او تضمین کیفیت له رئیس سره وکتل.
په دې کتنه کې دواړو لورو په بېلابېلو مسایلو او د ګډو همکاریو په اړه خبرې وکړې.
په یادې لیدنه کې دواړو لورو ټينګار وکړ چې د ګډو همکاريو د تفاهم ليک لاسليکول د فعاليتونو د رسمي پيل لپاره مهم دي او تصميم ونيول شو تر څو د ياد تفاهم ليک د موادو په نهايي کولو کار پيل شي.