د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداری مشرتابه پلاوي غونډه د دې اداری له رئیسانو سره

media_admin
پنجشنبه ۱۴۰۰/۸/۱۳ - ۱۱:۶
tveta51

په سړو سیمو کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو زده کړو دوام په اړه د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداری رهبری غونډه ترسره شوه.

پدې غونډه کې، د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداری مشر مفتي فضل الرحمن فاضل د دې اداری له رئیسانو سره په سړو سیمو کې د تخنیکي او مسلکي زده کړی مرکزونو د درسونو په دوام خبری وکړی.

په غونډه کې د زده کړیالانو د لیلیې پر ستونزو، ښوونکو د حق الزحمې او کارکوونکو د معاشونو د نه ورکړې په اړه هم خبرې وشوې.

رحمت الله رسا د زده کړیالانو چارو عمومي رئيس د دغه ادارې د تحصيلي مرکزونو د درسونو د دوام په اره د پرتو خنډونو په باب خبرې وکړې.

د غونډې په پای کې، پریکړه وشوه چې د دې ادارې ښونیزو مرکزونو درسونو دوام او د کارکوونکو معاشونو ورکولو موضوع د پوهنې وزارت له مشورې او تصویب وروسته پلي کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۹:۱۴
Background image

د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو د فراغت مراسم ترسره شول

د ننګرهار ولایت د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو فراغت مراسم د سیمه‌ییزو مسؤلینو، علماوو، قومي مشرانو، د محصلینو کورنیو او یو شمېر ځوانانو په حضور کې ترسره شول. د فراغت په مراسمو کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۴۷
Background image

د استاد مؤمن حکیمي وینا د الله تعالی سره د بندګانو د عهد او پیمان په اړه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اصلاحي او تربیوي غونډو په لړۍ کې، استاد حمزه مؤمن حکیمي د الله تعالی سره د مسلمانانو د عهد او پیمان په اړه وینا وکړه. نوموړي د سورة الفاتحې مبارکو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۸:۴۱
Background image

د میخانیکي انسټیټیوټ زده‌کوونکو لپاره د کارموندنې مهارتونو سیمینار ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د څېړنې او نوښت ریاست په مرسته، د کابل ولایت د میخانیکي انسټیټیوټ د یو شمېر زده‌کوونکو او کارکوونکو په ګډون د کارموندنې مهارتونو او مسلکي مشورو روزنیز. . .

BACK TO NEWS