د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداره ۱۰۰۰ تنه فارغین په دندو ګماري

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱۶ - ۱۲:۵۲
 مطبوعاتی کنفرانس

د یو پروګرام په اساس چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له لوري جوړ شوی دی، د تخنیکي او مسلکی زده کړو مرکزونو سلګونه ممتاز فارغین په دندو ګمارل کیږي.

الحاج مولوي غلام حیدرشهامت، د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست، د حکومت د رسنیو مرکز په یوه غونډه کې د دغه پروګرام جزئیات وړاندې کړل.

نوموړي وویل چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو ۱۰۰۰ تنه فارغین په تدریجي توګه د قراردادي استاذانو په توکه په ولایتونو او مرکز کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې ګمارل کیږي.

ښاغلي مولوي شهامت زیاته کړه چې په تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو کې ګمارل شوي استاذان له یوکال تدریس وروسته د یوې ټاکل شوې تګلارې پربنسټ، د تخنیکي او مسلکي زده کړو په اداره کې د رسمي استاذ په توګه ګمارل کیږي.

همدارنګه د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست زیاته کړه چې د دغه پروګرام اساسي موخه د متخصصو او مسلکي ځوانانو ملاتړ دی چې په تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو کې یې زده کړې ترلاسه کړې دي.

الحاج مولوي شهامت زیاته کړه چې د دغه پروګرام په پلي کولو سره د زده کړیالانو ترمنځ سالم رقابت رامنځ ته کیږي.

نوموړي د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د څانګو په هکله جزئیات وړاندې کړل، او زیاته یې کړه چې دغه اداره ۱۱ ښوونیز سکتورونه او ۷۲ څانګې لري.

د دغه پروګرام په پای کې ښاغلي مولوي غلام حیدر شهامت په دې هکله د رسنیو پوښتنو او سوالونو ته ځوابونه ورکړل.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۳۰ - ۱۳:۲۶
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست د مخابراتو او ټکنالوژۍ له وزیر سره وکتل

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست الحاج مولوي غلام حیدر شهامت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ له وزیر مولوي نجیب الله حقاني سره وکتل او خبرې اترې یې وکړې. یاده ناسته د مخابراتو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۷ - ۱۰:۲۶
Background image

د پروان د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو کارمندانو لپاره، روزنیز سیمینار جوړ شو

د پروان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت د ېاد ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو د آمرینو، تدریسي او تخنیکي مدیرانو لپاره ښوونیز سیمینار جوړ کړ. په دې ښوونیز سیمینار کې، د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۷ - ۹:۲۶
Background image

په لوګر ولایت کې د محبوسینو تدریسي لړۍ دوام لري

د خیاطۍ څانګې لنډمهاله حرفوي روزنیز پروګرام د تدریس لړۍ، چې مخکې د لوګر د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت لخوا د محبوسینو لپاره پیل شوې وه، دوام لري. د دې پروګرام ګډونکوونکو د تخنیکي او. . .

BACK TO NEWS