د تخنیکي او مسلکي زده‌ کړو ادارې له خوا د «مهارت او مسلک» تر عنوان لاندې یو ورځنی کنفرانس پای ته ورسېد

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳۰ - ۱۵:۴۷
TVETA

د «مهارت او مسلک» له سرلیک لاندې یو ورځنی کنفرانس چې د تخنیکي او مسلکي زده‌ کړو ادارې د پلان او ستراتېژیکې همغږۍ ریاست له‌ خوا جوړ شوی ؤ په بریالیتوب سره پای ته ورسېد.

پهٔ غهٔ کنفرانس کې د تخنیکي او مسلکي زده‌ کړو ادارې رئیس (الحاج مولوي غلام حیدر شهامت) د لوړو زده‌ کړو محترم وزیر (شیخ ندا محمد ندیم) ترڅنګ د اسلامي امارت یو شمېر نورو مسئولینو ویناوې وکړې، همدارنګه د بېلابېلو بنسټونو، نړیوالو سازمانونو او همکارو مؤسسو استازو هم پهٔ یاده مجلس کې کې ګډون درلود.

د کنفرانس پهٔ پیل کې د تخنیکي او مسلکي زده ‌کړو ادارې محترم رئیس وینا وکړه او ویې ویل چې تخنیکي او مسلکي زده ‌کړې د کارموندنې، تشبث او اقتصادي ځان‌ بسیاینې لپاره بنسټیزې زده ‌کړې دي.

نوموړي زیاته کړه: اداره د همدغهٔ واقعیت پهٔ درک کولو سره خپل مأموریت د بازارمحوره سیستم پر رامنځته کولو متمرکز کړی دی او داسې سیستم چې د زده ‌کړو د کیفیت لوړولو، له کورنیو او نړیوالو معیارونو سره د برابرۍ پر بنسټ ولاړ وي.

محترم مولوي شهامت همدارنګه وویل چې پهٔ وروستیو کلونو کې هڅې شوې دي، څو د تخنیکي او مسلکي زده‌ کړو پروګرامونه د کار بازار له واقعي اړتیاوو سره لا ډېر همغږي شي.

نوموړي ټینګار وکړ چې مهارت باید د ټولنې د هر وګړي لپاره د لاسرسي وړ وي، څو هر څوک وکولای شي مهارت زده کړي او د خپل ژوند چارې پهٔ ښهٔ ډول مدیریت کړي.

ښاغلي شهامت د خپلې وینا پهٔ یوه برخه کې دا هم وویل چې د تخنیکي او مسلکي زده‌ کړو پیاوړتیا یو ګډ مسئولیت دی؛ داسې مسئولیت چې اسلامي امارت، نړیوال بنسټونه، نادولتي سازمانونه او خصوصي سکتور مهم رول پکې لري.

نوموړي د تخنیکي او مسلکي زده ‌کړو د ارزښت پهٔ یادولو سره له نړیوالو شریکانو، د سفاتونو له محترمو استازو او د ملګرو ملتونو له سازمان څخه وغوښتل چې پهٔ افغانستان کې د تخنیکي او مسلکي زده‌ کړو د پیاوړتیا لپاره خپلې مرستې دوامدارې او پراخې کړي، نوموړي د مهارت او مسلک پهٔ برخه کې پانګوونه د افغانستان پهٔ اوسنیو شرایطو کې یوه له تر ټولو اغېزمنو او پایدارو پانګوونو څخه وبلله.

پهٔ همغهٔ لړ کې محترم مولوي صاحب شهامت له خصوصي سکتور څخه وغوښتل چې د یوهٔ مهم شریک پهٔ توګه د مهارتي اړتیاوو پهٔ ټاکنه، کارآموزۍ، د کار پهٔ مهال روزنې، همداراز د تخنیکي او مسلکي مرکزونو د فارغانو پهٔ جذب کې لا فعاله ونډه ولري.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې محترم رئیس د خپلې وینا په پای کې وویل: کهٔ نن پر مهارت او مسلک پانګوونه وکړو، نو نهٔ یوازې دا چې د ځوانانو لپاره بهٔ د کار زمینه برابره کړو، بلکې ټولنې ته عزت او هېواد ته روښانه راتلونکی بهٔ هم تضمین شي ان شاءالله.

د لوړو زده ‌کړو محترم وزیر هم وینا وکړه، تخنیکي او مسلکي زده‌ کړې یې د پرمختګ او اقتصادي ځان ‌بسیاینې لپاره خورا مهمې وبللې.

شیخ ندا محمد ندیم زیاته کړه: د لوړو زده‌ کړو وزارت پهٔ ټولو برخو کې له  تخنیکي او مسلکي زده ‌کړو ادارې سره همکار دی.

نورو ویناوالو هم پهٔ یادو مراسمو کې د هېواد د تخنیکي او مسلکي زده ‌کړو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ او ویې ویل چې دا ډول زده ‌کړې د کار بازار ته وده ورکوي او د فقر د کمېدو لامل ګرځي.

یاد کنفرانس د تخنیکي او مسلکي زده‌  کړو د ادارې له‌خوا د هېواد له بېلابېلو ادارو او بنسټونو سره د اتو تفاهم ‌لیکونو پهٔ لاسلیک کولو سره پای ته ورسېد.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۶:۴۱
Background image

د نوي تعلیمي او زده‌کړیز کال پیل په مناسبت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې ناسته ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د ۱۴۰۵ لمریز تعلیمي کال د پیل په مناسبت د دې ادارې کارکوونکو په ګډون ناسته ترسره کړه. د ولایتونو تخنیکي آمریتونو او د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د زونونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۱۰:۲۲
Background image

په قرغیو کثیرالرشتوي انسټیټیوټ کې د نباتي درملو جوړولو او کارولو عملي زده‌کړه ترسره شوه

د لغمان ولایت قرغیو ولسوالۍ کثیرالرشتوي انسټیټیوټ یو تن ښوونکي د نباتي افتونو مخنیوي لپاره نباتي درمل جوړ کړل او د هغو کارولو څرنګوالی یې زده‌کوونکو ته تشریح کړ. نوموړي همدارنګه زده. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۳ - ۱۰:۴
Background image

د لغمان ولایت د مرکز تخنیکي لېسه کې د بریښنایي وسایلو ترمیم

د لغمان ولایت د مرکز تخنیکي او مسلکي لېسې زده‌کوونکو ته د برقي وسایلو د عیب موندنې او ترمیم څرنګوالی لکه د «کاليو مینځلو ماشین» په عملي ډول ور وښودل شو. د برېښنا څانګې استاد د کاليو. . .

BACK TO NEWS