د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې له لوري د نړیوالې غونډې جوړېدل

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۸ - ۱۵:۴۸

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اسلامي امارت د مسؤلینو، د لوړو زده‌کړو وزارت د استازو، ملي او نړیوالو بنسټونو، مؤسسو او د معلولیت لرونکو وګړو د ملاتړ کوونکو سازمانونو په ګډون، د معلولیت لرونکو کسانو د زده‌کړو د ملاتړ نړیواله غونډه جوړه کړه.

د دغې غونډې موخه د معلولیت لرونکو کسانو لپاره د زده‌کړو د فرصتونو پراخول، د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د کیفیت لوړول او د یاد قشر د پیاوړتیا لپاره د اغېزمنو لارو چارو ارزونه او د ګډو همکاریو پیاوړتیا وه.

په دې غونډه کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې مرستیال، مولوي غلام سعید احساس، دغه غونډه د معلولیت لرونکو کسانو د ملاتړ په برخه کې یو مهم ګام وباله او ویې ویل، چې دا غونډه د ټولنې د ټولو غړو اسلامي او انساني مسؤلیتونه د یاد قشر پر وړاندې لا څرګندوي.

نوموړي زیاته کړه، چې د ټولنې پرمختګ، وده او پر ځان بسیا کېدل د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو له لارې شوني دي، او د ټولنې د ټولو قشرونو، په ځانګړي ډول د معلولیت لرونکو کسانو لپاره د زده‌کړو د زمینه برابرول، د دې ادارې له اساسي لومړیتوبونو څخه دي.

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې مرستیال د اورېدنې او لېدنې له معلولیت لرونکو کسانو د زده‌کړو پر ځانګړي اهمیت ټینګار وکړ او څرګنده یې کړه، چې د دغو کسانو زده‌کړه د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې له مهمو او اساسي دندو څخه ده.

هغه همدارنګه وویل، چې د اسلامي امارت د نظام خدمتونه په بېلابېلو برخو، په ځانګړي ډول د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو په برخه کې، په څرګند ډول لیدل کېږي.

مولوي غلام سعید احساس د خپلو خبرو په دوام کې وویل، چې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د ځانګړو زده‌کړو مرکزونه له ۱۶ څخه ۳۶ مرکزونو ته زیات کړي دي.

هغه څرګنده کړه، چې په دې سره اوس د معلولیت لرونکو کسانو ډېر شمېر ته د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د ترلاسه کولو زمینه برابره شوې ده.

په همدې حال کې د لوړو زده‌کړو وزارت استازي په دې غونډه کې د اوسنیو شرایطو له مخې د علم او پوهې پر اهمیت ټینګار وکړ او تخنیکي او مسلکي زده‌کړې یې د ټولنې له بنسټیزو اړتیاوو څخه وبللې. نوموړي وویل، چې دغه زده‌کړې د اقتصادي ودې، د مسلکي مهارتونو د پراختیا او د کاري فرصتونو د رامنځته کولو لپاره ډېر مهم رول لري.

هغه همدارنګه د اورېدنې او لېدنې له معلولیت لرونکو کسانو د زده‌کړو پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل، چې د دغو کسانو لپاره د زده‌کړو زمینه برابرول یو ملي، اسلامي او انساني مسؤلیت دی، چې د ټولو اړوندو ادارو او بنسټونو لا ډېرې همکارۍ او پاملرنې ته اړتیا لري.

ورپسې په افغانستان کې د ناروې کمېټې رئیس وویل، چې د معلولیت لرونکو کسانو د ملاتړ لپاره لا هم ډېر کار ته اړتیا شته او باید د هغوی پر محدودیتونو نه، بلکې پر وړتیاوو او استعدادونو ډېر تمرکز وشي او انساني کرامت او حقونه یې په بشپړ ډول درناوی شي.

هغه زیاته کړه، چې له کلونو جګړو وروسته د افغانستان خلکو ته خدمت کول یو ګډ مسؤلیت دی او د ناروې کمېټه ژمنه ده، چې خپلې بشري مرستې به له سیاسي ملاحظاتو پرته دوام ورکړي.

د ناروې کمېټې رئیس د زده‌کړو د کیفیت پر لوړولو هم ټینګار وکړ او ویې ویل، چې د معلولیت لرونکو کسانو لپاره باید د ژوند له لومړیو پړاوونو څخه د زده‌کړو زمینه برابره شي او زده‌کړه باید د ټول عمر دوامداره بهیر وي، څو د نړۍ له بدلونونو او پرمختګونو سره همغږې پاتې شي.

هغه له ټولو دولتي ادارو، ښوونیزو مؤسسو او همکارو سازمانونو وغوښتل، چې د دې غونډې پرېکړې او سپارښتنې عملي کړي او د معلولیت لرونکو کسانو اړتیاوې د خپلو اساسي پروګرامونو برخه وګرځوي، ترڅو د هغوی اغېزمن او دوامدار ګډون په ټولنه کې یقیني شي.

د غونډې په پای کې ګډونوالو د ګډو همکاریو پر پیاوړتیا، د باکیفیته زده‌کړو پر پراختیا، د ځانګړو زده‌کړو د مرکزونو پر زیاتوالي، د معلولیت لرونکو کسانو لپاره د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د لاسرسي پر پراخولو او د غونډې د ژمنو او پرېکړو پر عملي کولو ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۲:۱۳
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې کارکوونکو ته د روپاني مؤسسې له لوري د کارآفرینۍ پلاټفورم ور وپېژندل شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د څېړنې او نوښت ریاست، د روپاني مؤسسې په همکارۍ، د «کارآفرینۍ پلاټفورم پېژندنې» تر سرلیک لاندې یو روزنیز پروګرام جوړ کړ. په دې پروګرام کې ګډونوالو ته د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۰:۱
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده کړو په اداره کې اصلاحي ناسته تر سره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د دعوت او ارشاد ریاست له لوري یوه اصلاحي او ښوونیزه ناسته د دې ادارې د یو شمېر مسؤولینو او کارکوونکو په ګډون ترسره شوه. په دې ناسته کې محترم مفتي امرالله. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۵:۳۱
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رئیس د کار نړیوال سازمان او یوناما له پلاوي سره وکتل

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې عمومي رئیس، الحاج مولوي غلام حیدر شهامت، په خپل کاري دفتر کې د کار نړیوال سازمان (ILO) او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) له. . .

BACK TO NEWS