د تخنيکي او مسلکي چارو مرستيال د پکتيکا له والي سره خبرې اترې وکړې

media_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۶/۳۰ - ۱۲:۰
TVETA

د تخنیکي او مسلکي چارو مرستیال مولوي غلام سعید احساس چې پکتیکا ولایت ته د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو د وضعیت د څیړلو په موخه تللی دی، د یاد ولایت له والي الحاج مولوي فیض الله جمال حقاني سره وکتل.

په دغې کتنه کې ښاغلي احساس د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د فعالیتونو او لاسته راوړنو په اړه خبرې وکړې.

نوموړي وویل چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د اسلامي امارت د مجاهدینو د روزنې لپاره طرحه جوړه کړی ده.

د پکتیکا والي د مجاهدینو لپاره د زده کړو زمینې برابرول خورا مهم وګڼل او ویې ویل چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې طرحه د اسلامي امارت لپاره لویه لاسته راوړنه ده.

نوموړي زیاته کړه: «موږ په پکتیکا ولایت کې ډېر مجاهدین لرو چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو په برخه کې لېوالتیا لري».

باید وویل شي، چې ښاغلي احساس پکتیکا ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې په یاد ولایت کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو وضعیت څیړلی دی.

نوموړي دغه راز د پکتیکا ولایت د علماو شورا له رئیس شیخ عبدالقدوس اعظمي او د شهیدانو او معلولینو له رئیس مولوي برادر سره هم وکتل.

ښاغلي احساس د یاد ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو له آمریت سره د پکتیکا د علماوو شورا د همکارۍ غوښتنه وکړه.

د پکتيکا د علماوو شورا رئيس تخنيکي او مسلکي زده کړې مهمې وبللې او ويې ويل، چې د يوه هېواد اقتصاد د فن او مسلک په پرمختګ پورې تړلی دی.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۳۱ - ۱۵:۵۴
Background image

د ساختمان د ویرنګ کارۍ په اړه د محصلینو د عملي زده کړو بهیر

د کاپيسا ولايت د کوهستان دویمې حصې مسلکي انسټيټوټ د برق څانګې محصلینو ته د ساختمان ویرنګ کارۍ په اړه په عملي بڼه روزنه ورکړل شوه. دغه راز لارښود استاد محصلینو ته د ساختمان سیم‌کشۍ\ویرنګ. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۳۱ - ۱۱:۱۶
Background image

د کاپیسا ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت او برښنا ریاست ترمنځ د ګډو همکاریو تفاهم لیک لاسلیک شو

د کاپیسا ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت دیاد ولایت له برښنا ریاست سره د ګډو همکاریو تفاهم لیک لاسلیک کړ. د یاد تفاهم لیک پر بنسټ به د کاپیسا برښنا ریاست د تخنیکي او مسلکي زده کړو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۸ - ۱۱:۲۶
Background image

۳۲ تنه محبوسین د فلزکارۍ له لنډمهاله حرفوي پروګرام څخه فارغ شول

د فلزکارۍ څانګې لنډمهاله حرفوي روزنیز پروګرام، چې څه موده وړاندې د سمنګان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت لخوا د یاد ولایت په محبس کې پیل شوی و، پای ته ورسید. په دې لنډمهاله. . .

BACK TO NEWS