د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست بلخ ولايت ته ورسېد

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۸/۸ - ۱۴:۳۹
Balkh

ښاغلي مولوي غلام حیدر شهامت د خپلو ولایتي سفرونو په دوام بلخ ولایت ته ورسید. نوموړي په بلخ ولایت کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو له یو شمېر مرکزونو څخه لیدنه وکړه.

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست بلخ ولايت ته د خپل سفر په ترڅ کې د یاد ولايت د نفت او ګازو د انسټيټوټ وضعیت وڅېړه او د دغه ښوونيز مرکز له زده کوونکو سره يې وکتل.

ښاغلي شهامت د نفت او ګازو د انسټیټوټ له روزنیزو ورکشاپونو او تجهیزاتو څخه هم لیدنه وکړه.

نوموړي دغه راز د دغه ښوونيز مرکز د محصلینو د نوښتونو او لاسته راوړنو ستاينه وکړه او د دوی لا زیات ملاتړ  ژمنه يې وکړه.

ښاغلي مولوي غلام حیدر شهامت د نفت او ګازو د انسټیټوټ له استادانو او کارکوونکو سره هم ناسته ترسره کړه. په دغې ناسته کې د ستونزو د حل او اړتیاوو ته د رسیدو په لارو چارو خبرې وشوې.

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست ولايتونو ته خپل سفر ته دوام کې او اوسمهال په بلخ ولايت لاړ. په پام کې ده چې ښاغلی شهامت به د بلخ ولایت له نورو تخنیکي او مسلکي مرکزونو څخه د لیدنې ترڅنګ د دغه ولایت له سیمه ییزو چارواکو سره هم وګوري.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې پلاوي سفر په ولایتونو د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو د ستونزو او اړتیاوو د حل په موخه ترسره کیږي.

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې پلاوي دغه سفر له بغلان ولايت څخه پيل او د کندز، تخار او سمنګان ولايتونو ته هم لاړ.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۰:۲۳
Background image

د پروان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمر د دې ولایت د اقتصاد له رئیس سره وکتل

د پروان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمر، الحاج مولوي عبدالله درخواستي، د یاد ولایت د اقتصاد له رئیس، مولوي مجیب‌الرحمن سره لیدنه او خبرې وکړې. په دې لیدنه کې دواړو لورو د ظرفیت. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۳:۲۳
Background image

د ځانګړو زده‌کړو د مرکزونو استادانو لپاره د ظرفیت لوړونې ۲۰ ورځنی پروګرام پیل شو

د ځانګړو زده‌کړو ښوونیزو مرکزونو د استادانو د ظرفیت لوړونې پروګرام د پرانیستې مراسم د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د مسئولینو، د ناروې کمېټې استازو، د یادې ادارې د متخصصینو او د هېواد. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۱:۴۳
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې رئیس د روسیې له پلاوي سره ولیدل

نن له غرمې مخکې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې رئیس، الحاج مولوي غلام حیدر شهامت، په خپل کاري دفتر کې د روسیې هېواد د آلتای پیداګوژیک پوهنتون له پلاوي سره لیدنه او خبرې وکړې. په دې. . .

BACK TO NEWS