د بلخ ولایت اړوند اداره او حساب‌دارۍ انسټيټوټ د محصلینو فراغت غونډه ترسره شوه

media_admin
شنبه ۱۴۰۴/۵/۴ - ۱۰:۲۳

د بلخ ولايت اړوند ادارې او حساب‌دارۍ انسټيټوټ څخه د یو شمیر محصلينو د فراغت په پار د یاد تخنیکي مرکز لخوا، فراغت غونډه ترسره شوه.

په دې مراسمو کې د بلخ د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت مسوولینو، سیمه ییزو چارواکو، قومي مشرانو، مخورو او د فارغ شویو محصلینو د کورنیو غړو هم برخه اخیستې وه.

د بلخ ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمر مولوی نورالله "صلاح‌الدین" امینی په دې مراسمو کې محصلینو ته د مبارکۍ ورکولو ترڅنګ زیاته کړه چې ځوانان د ټولنې د ملا د تیر حیثیت لري او هفوی باید د ځان بسیاینې او د ټولنې د اصلاح کولو لپاره له خپل بشپړ توان څخه کار واخلي.

نوموړي همدارنګه ټینګار وکړ چې هیواد ژمن، مسلکي او ایمان‌داره ځوانانو ته اړتیا لري او د افغانستان لپاره د روښانه راتلونکي د جوړولو په برخه کې د تخنیکي او مسلکي محصلینو رول مهم او ارزښتناک دی.

د غونډې په پای کې فارغ شويو محصلینو ته ستاینلیکونه ورکړل شول او مراسم په دعایې سره پای ته ورسیدل.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۵:۳۲
Background image

د لغمان تخنیکي لېسې زده‌کوونکو ته عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د لغمان ولایت مرکز تخنیکي او مسلکي لېسې د برېښنا څانګې زده‌کوونکو په یوه درسي ناسته کې د برېښنا اړوند مهمو موضوعاتو لکه سیم‌غڅونې، د برقي مدارونو تشخیص او ترمیم، او د برېښنا خوندیتوب په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۸:۵۱
Background image

زده‌کوونکو ته د مهمو اداري موضوعاتو په اړه عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د لغمان ولایت ادارې او حسابدارۍ انسټیټیوټ زده‌کوونکو د یو علمي سفر په ترڅ کې د یاد ولایت ښاروالۍ ته ولاړل او هلته یې د بېلابېلو اداري موضوعاتو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. لارښود. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۰:۵۹
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې کارکوونکي وستایل شول

نن د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د ارشاد او دعوت ریاست په اصلاحي غونډه کې د دې ادارې یو شمېر کارکوونکي وستایل شول. دا پروګرام د دیني مسایلو ازموینې د پایلو اعلان په موخه جوړ شوی و، چې. . .

BACK TO NEWS