د بلخ د کیمیاوي ټکنالوژۍ انسټیټوټ آمر د دهدادي ولسوالۍ د پوهنې له آمر سره وکتل
د بلخ د کیمیاوي ټکنالوژۍ د انسټیټوټ آمر ښاغلي نورالله خاطر د بلخ ولایت د دهدادي ولسوالۍ د پوهنې له آمر ښاغلي قاري ادریس سره وکتل.
په دې کتنه کې د دوه اړخیزو همکاریو او د بلخ د کیمیاوي ټکنالوژۍ په انسټیټوټ کې د عمومي زده کړو د زده کوونکو د جذب په اړه خبرې وشوې.
د دهدادي ولسوالۍ د پوهنې آمر، د کيمياوي ټکنالوژۍ له انسټیټوټ سره د ملاتړ په برخه کې د همکارۍ ژمنه وکړه.