د انرژۍ او اوبو انسټيټوټ محصلینو د نغلو او ماهیپر بریښنا بندونو څخه لیدنه وکړه

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۳/۲۰ - ۱۴:۲۵
TVETA

د کابل ولایت د انرژۍ او اوبو انسټيټوټ محصلینو په یوه علمي سفر کې د کابل ولایت د تخنیکي او مسلکي آمر ښاغلي استاد رفیع الله حبیبي په حضور د نغلو او ماهیپر د برېښنا بندونو څخه لیدنه وکړه.

په دغه علمي سفر کې نوموړو ته د برښنا بندونو د بیلابیلو برخو په اړه روزنه ورکړل شوه او استادانو محصلینو ته د بریښنا د تولید د څرنګوالي په اړه په مفصل او عملي بڼه توضیحات وړاندې کړل.

استاد رفیع الله حبیبي وايي، بېلابېلو برخو ته د محصلینو علمي سفرونه د محصلینو د زده کړې لپاره ډېر ګټور دي.

محصلینو هم د بریښنا بندونو ته د علمي سفر څخه خوښي څرګنده کړه او له مسؤلینو څخه یې وغوښتل چې دا ډول سفرونو زمینه د دوی لپاره مساعده کړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۰:۲۷
Background image

په اسلامي سیاسي نظام کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ځای او رول

د بهرنیو چارو وزارت د ډیپلوماسۍ انسټیټیوټ رئیس مفتي نورالله عزام د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې په یوه اصلاحي ناسته کې د اسلامي نظام د ساتنې او پیاوړتیا په برخه کې د مسلکي زده‌کړو پر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۱:۲۵
Background image

د چک ولسوالۍ انسټیټیوټ او معارف مسؤلینو ترمنځ د همغږۍ ناسته ترسره شوه

د میدان وردګو ولایت د چک ولسوالۍ کثیرالرشتوي انسټیټیوټ آمریت د یادې ولسوالۍ د ښوونځیو له یو شمېر مدیرانو او مسؤلینو سره د همغږۍ ناسته ترسره کړه. دا ناسته په کثیرالرشتوي انسټیټیوټ کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۳:۷
Background image

محصلینو ته د ودانیو د نقشو عملي کولو زده‌کړه ورکړل شوه

د میدان وردګو ولایت جلګې ولسوالۍ د کثیرالرشتوي انسټیټیوټ محصلینو د عملي زده‌کړو په لړ کې د استوګنیزو ودانیو د جوړولو اړوند موضوعاتو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. د ودانیزو ټکنالوژۍ. . .

BACK TO NEWS