د اندړو ولسوالۍ د کرنې مسلکي لېسې زده کوونکو ته د کیمیاوي موادو په اړه په عملي ډول روزنه ورکړل شوه

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۹ - ۹:۳۰
TVETA

د غزني ولایت د اندړو ولسوالۍ د کرنې مسلکي لېسې د یوولسم ټولګي زده کوونکو ته په نباتاتو کې د کیمیاوي موادو د استعمال په اړه عملي روزنه ورکړل شوه.

په دې درس کې لارښود استاد زده کوونکو ته په نباتاتو کې د کیمیاوي موادو د استعمال او دواپاشۍ  په اړه هم معلومات ورکړل.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې ډیری زده کړې عملي دي ترڅو د دې روزنیزو مرکزونو فارغین په مستقیم ډول د کار بازار ته جذب شي.

له همدې امله د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبري تل د تخنيکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د عملي زده کړو پر پياوړتيا ټينګار کوي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۳ - ۱۰:۴
Background image

د لغمان ولایت د مرکز تخنیکي لېسه کې د بریښنایي وسایلو ترمیم

د لغمان ولایت د مرکز تخنیکي او مسلکي لېسې زده‌کوونکو ته د برقي وسایلو د عیب موندنې او ترمیم څرنګوالی لکه د «کاليو مینځلو ماشین» په عملي ډول ور وښودل شو. د برېښنا څانګې استاد د کاليو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۰:۴
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې له لوري د نیالګیو کېنولو کمپاین دوام لري

د نیالګیو کېنولو کمپاین چې څه موده وړاندې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې له لوري د ولایتي تخنیکي آمریتونو په همکارۍ پیل شوی و، لا هم دوام لري. په همدې لړ کې د پکتیا ولایت د تخنیکي او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۰ - ۹:۵۹
Background image

د لغمان تخنیکي لېسې زده‌کوونکو ته د برقي وسایلو ترمیم په اړه عملي روزنه ورکړل شوه

د لغمان ولایت مرکز تخنیکي او مسلکي لېسې د برېښنا څانګې زده‌کوونکو په یوه درسي جلسه کې د برقي وسایلو، په ځانګړي ډول د «پکې» عارضه موندنې او ترمیم څرنګوالي په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه.. . .

BACK TO NEWS