د اندړو ولسوالۍ د کرنې مسلکي لېسې زده کوونکو ته د کیمیاوي موادو په اړه په عملي ډول روزنه ورکړل شوه
د غزني ولایت د اندړو ولسوالۍ د کرنې مسلکي لېسې د یوولسم ټولګي زده کوونکو ته په نباتاتو کې د کیمیاوي موادو د استعمال په اړه عملي روزنه ورکړل شوه.
په دې درس کې لارښود استاد زده کوونکو ته په نباتاتو کې د کیمیاوي موادو د استعمال او دواپاشۍ په اړه هم معلومات ورکړل.
د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې ډیری زده کړې عملي دي ترڅو د دې روزنیزو مرکزونو فارغین په مستقیم ډول د کار بازار ته جذب شي.
له همدې امله د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبري تل د تخنيکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د عملي زده کړو پر پياوړتيا ټينګار کوي.