د آمرینو او نظارتي مدیرانو په ورکشاپ کې د مولوي غلام سعید احساس ګډون او وینا

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۸ - ۱۲:۲۰

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د تخنیکي او مسلکي چارو مرستیال ښاغلي مولوي غلام سعید احساس د ولایتونو تخنیکي او مسلکي آمرینو او نظارتي مدیرانو په ورکشاپ کې چې په کابل ولایت کې پیل شوی دی، ګډون او وینا وکړه.

نوموړي په یاد پروګرام کې د خپلو ویناوو په ترڅ کې وویل چې د ولایتونو تخنیکي آمرین باید له دې برنامې څخه ګټه پورته کړي.

د تخنیکي او مسلکي چارو مرستیال د ولایتونو د تخنیکی او مسلکي زده کړو مرکزونو د مسؤلینو له هلو ځلو څخه د قدرداني ترڅنګ زیاته کړه چې هغوی باید خپل مسؤلیتونه په پوره اخلاص او صداقت سره، سرته ورسوي.

د یادونې وړ ده چې تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د ولایتونو د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمرینو د ظرفیت لوړولو لپاره شپږ ورځنی ورکشاپ پلاره اچولی چې موخه یې د چارو ښه والی او د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو ننګونو ته رسیدګي ویل شوې ده.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۴ - ۱۰:۰
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې پلاوي د شفا فارما ملي فابریکې له رئیس سره وکتل

له خصوصي سکتور سره د همکاریو پراختیا د هڅو په دوام کې، د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د څېړنې او نوښت ریاست یوه پلاوي د شفا فارما ملي فابریکې له رئیس، ډاکټر نثار احمد ترکي، سره وکتل او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۳:۲۴
Background image

د ښکلو هنرونو او صنایعو انسټیټیوټ نندارتون پرانیستل شو

د ښکلو هنرونو او صنایعو انسټیټیوټ نندارتون نن په کابل کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د یو شمېر مسؤلینو په حضور کې پرانیستل شو. دا نندارتون به درې ورځې دوام وکړي، چې پکې د ښکلو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۴:۵۴
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ددې ادارې د بېلابېلو څانګو د رئیسانو او مسؤولانو په ګډون د تخنیکي او مسلکي چارو په معاونیت کې ترسره شوه. د ناستې په پیل کې د اکاډمیک. . .

BACK TO NEWS