تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست د ترکیې د پوهنې بنسټ له رئیس سره وکتل
مولوي غلام حیدر شهامت؛ د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست او ورسره مل پلاوي په افغانستان کې د ترکيې د پوعنې بنسټ له مشر علي کاراګوز سره وکتل.
په دې کتنه کې چې د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د مرستيالانو هم ګډون درلود، د افغانستان د پرمختګ په لاره کې د تخنيکي او مسلکي زده کړو د اهميت او په دې برخه کې د ترکيې د تجربو په هکله د نظريو تبادله وشوه.