د تخنیکي او مسلکي زده کړو خپلواکې ادارې لیدلورۍ

د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداره د یوې نوښتګرې، کار پنځونکي اوپیاوړې ادارې په توګه هوډ لري، چې د  او مسلکي زده کړو اعتبارلرونکی، اقتصادي، ثابت، همغږی او دوام لرونکی ښوونیز نظام د اسلام د اصولو په ړنا کې مدیریت او پراختیا ورکړي.   

ماموریت

د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداره په راتلونکو پنځو کلونو کې، د تخنیکي او مسلکي زده کړو د سیستم په جوړولو او اداره کولو سره د مسلکي استادانو له خوا د لوړ کیفیت لرونکي ښوونیزو پروګرامونو د برابرولو او د مناسبو بنسټونو( زیربناوو) او وسایلو په کارولو سره  د کار بازار له اړتیاوو سره سم او د ملي او نړیوالو معیارونو پر بنسټ مسلکي او ماهر کاري ځواک روزي.

د بنسټیزه، اقتصاد محوره، همغږي، پایښت لرونکي او با اعتباره تخنکي او مسلکي زده کړو نظام ته پراختیا ورکول

۱ د تعلیمي پروګرامونو همغږي او د تخنیکي او مسلکي زده کړو کیفیت ښه کول.

 ۲ د ملي او نړیوالو معیارونو سره سم د ښوونکو او محصلینو د علمي کچې او عملي تجربو لوړول.

 ۳ د ټولنې او کار بازار د اړتیاوو سره سم د مسلکي او ماهر کاري ځواک روزنه.

ارزښتونه:

۱ـ ملي اسلامي ارزښتونه

۲ـ حساب ورکوونه

 3- کار پنځونه او کاري فرصتونه رامنځته کول

4 -تخصص

 5 -کیفیت

 6 -روڼتیا

 ۷ـ همکاري او همغږي

موخې

  •  تخنیکي او مسلکي زده کړو ته د ټولو د لاسرسي او ګډون ډیروالی.
  •   د شرایطو او د کار بازار د اړتیا  سره سم د تخنیکي او مسلکي زده کړو د کیفیت لوړول.
  •   د تل پاتې (مدام العمر)زده کړو او د اړیکو پیاوړتیا او پراختیا.
  •   د تخنيکي او مسلکي زده کړو  ادارې د جوړښتي پراختیا مديريت.