د بلخ د تخنيکي او مسلکي زده کړو امر د بلخ مسلکي لېسې څارنه وکړه
د بلخ ولایت تخنیکي او مسلکي زده کړو امر مولوي نورالله صلاح الدین د دغه ولایت بلخ ولسوالۍ د کرنې مسلکي لېسې څخه لیدنه وکړه.
ښاغلي صلاح الدین تدریسي بهیر څخه څارنه وکړه، ښوونکو او زده کوونکو سره یې خبرې وکړې او د هغوي ستونزې او وړاندیزونه یې واورېدل.
د بلخ تخنيکي او مسلکي زده کړو امر وويل، د هېواد پرمختګ او سوکالۍ لپاره کارپوه او ژمن کاري ځواک ته يوه جدي اړتيا ده.