د بریل خط د ملی مطبعې پرانیستل د تخنیکې او مسلکې زده کړو ادارې یو له ستراتیژیکو موخو څخه وو چې پلي شو

media_admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۲۷ - ۱۵:۴۰
khatBril

نن د غرمې دمخه، د ړندو د عالي لیسې لپاره د چاپ ملي مطبعې پرانیست غونډه د مرستیالانو، رئيسانو، د تخنیکې او مسلکې زده کړو ادارې د معلولینو چارو سلاکار او د دې روزنیز مرکز مسؤلینو په حضور کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو د ادارې مشرې میرمن ندیمه سحر له خوا پرانستل شوه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

پدې مراسمو کې، د شهیدانو او معلولینو لپاره د جمهوري ریاست سلاکار ښاغلي عمرخان منیب، د شهیدانو او معلولینو  چارو وزارت معین میرمن صبري اندړ، په ولسی جرګه کې د پوهنی او لوړو زده کړو کمیسیون غړی ښاغلی عمر ناصر مجددي، د ښوونې او روزنې د ملي ایتلاف رئیس جان محمد احمديان، او د سویډن، سَرف، دیمَک، آلسو د محترمو کمیسیونونو استازو  ګډون کړی وو.

مراسم د خدای د سپیڅلي کلام  د څو مبارکو آیتونو په تلاوت او د افغانستان ملي سرود په ویلو سره پیل شو.

او ورپسې، د دې زده کړه ییز مرکز مسؤلینو د بریل د چاپ ملي مطبعې دندو او فعالیتونو په اړه معلومات وړاندې کړل او هیله یې څرګنده کړه چې ړانده (نابینایان) به وکولی شي د دې چاپې مطبعې له لارې د کتاب د چاپ په برخه کې د ځانګړو زده کړو ښوونځیو اړتیاوې پوره کړي.

په دې مراسمو کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو  ادارې مشرې میرمن ندیمه سحر وینا کوله، د معلولینو د ملاتړ په برخه کې د بریل ملي چاپي مطبعې پرانیستل د دې ادارې یوه ستراتیژیکه موخه وبلله. اغلې سحر زیاته کړه چې په دې ملی مطبعه کې د ښوونځیو زده کونکو او د ځانګړو زده کړو انستیتونو لپاره تدریسی او تحصیلي توکي چاپ شی او دغه مطبعه په ورځ کې د 50 ټوکو کتابونو د چاپ  وړتیا لری.

د انسانې سرچینو روزنې او پانګوونې ته د ټولو وګړو د لاسرسي په ټینګار، وویل چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداره هوډ لري چې په هیواد کې ټولو معلولینو ته د زده کړې زمینه برابره کړي.

میرمن سحر زیاته کړه: دا مهال شاوخوا  دوه زره زده کوونکي په ۱۸ بابه ځانګړو زده کړو ښوونځیو کې روزل کیږي، او د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداری د ستراتیژیک پلان له مخې به په راتلونکي کال کې څلور ښوونځي او دوه د ځانګړو زده کړو انسټیټونه جوړ شي.

اغلې سحر همدا راز ټینګار وکړ چې د ښوونځیو لپاره اسانتیاوې برابرول او د ځانګړو زده کړو ښوونځیو زده کونکو ته د تحصیلي موادو چمتو کول د راتلونکي کال تخنیکي او مسلکی زده کړو ادارې د برنامو یوه بله برخه ده.

د مراسمو په پای کې، میرمن سحر د یو شمیر معلولینو سره هم ولیدل او هغوی سره یی د زړه خواله وکړه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۴ - ۱۳:۴۴
Background image

د ملا برادر آخند کلي ته سفر!

د تېرې جمعې مبارکې پهٔ ورځ مو سهار وخته له کابل څخه د ارزګان پهٔ لور حرکت وکړ، د سهار لمونځ مو پهٔ ناني کې اداء کړ او ناشته مو پهٔ کلات تاریخي ښارګوټي کې وکړه، همغه کلات درته یادوم چې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۴ - ۱۰:۲۶
Background image

د شبکې (نېټورک) په برخه کې د وسایلو د نښلونې کیبل جوړولو عملي زده‌کړه

د لغمان ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټیوټ د شبکې (نېټورک) څانګې زده‌کوونکو د یو عملي جلسې په ترڅ کې د شبکې لپاره د وسایلو د نښلونې کیبل جوړولو طریقه په عملي ډول زده کړه. د اړوندې څانګې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۴ - ۱۰:۲۱
Background image

د ونو د لوړوالي او حجم د ټاکلو عملي زده‌کړه

د لغمان ولایت قرغیو کثیرالرشتوي انسټیټیوټ زده‌کوونکو د عملي زده‌کړو په چوکاټ کې د ونو د لوړوالي او حجم ټاکلو طریقې په عملي ډول زده کړې. د اړوندې څانګې استاد د ځنګلونو او طبیعي سرچینو په. . .

BACK TO NEWS