د افغانستان او مالیزیا د چارواکو لیدنه؛ د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو په برخه کې د همکاریو پراختیا

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۹:۱۷
TVETA

د افغانستان د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې عمومي رئیس، الحاج مولوي غلام حیدر شهامت، مالیزیا ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه هېواد د پولی‌تخنیکونو او ټولنیزو کالجونو له عمومي رئیس، ډاکټر شمس‌الدین عبدالله، سره لیدنه او خبرې اترې وکړې.

په دې لیدنه کې په مالیزیا کې د افغانستان سفارت سرپرست، محترم نقیب‌الله احمدي، او د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د بهرنیو اړیکو رئیس، انجنیر احمد نبي نایل، هم حضور درلود.

دواړو لورو په دې ناسته کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو په برخه کې د دوه‌اړخیزو همکاریو پر پراختیا، د تجربو او تخصصي پوهې پر تبادلې، د ظرفیتونو پر لوړولو او د ګډو ښوونیزو فرصتونو پر رامنځته کولو بحث او د نظرونو تبادله وکړه.

د یادونې وړ ده، چې دغه لیدنه د افغانستان او مالیزیا ترمنځ د ښوونیزو اړیکو د پیاوړتیا او د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو په برخه کې د ګډو همکاریو د فرصتونو د ارزونې په موخه ترسره شوه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۹:۱۷
Background image

د افغانستان او مالیزیا د چارواکو لیدنه؛ د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو په برخه کې د همکاریو پراختیا

د افغانستان د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې عمومي رئیس، الحاج مولوي غلام حیدر شهامت، مالیزیا ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه هېواد د پولی‌تخنیکونو او ټولنیزو کالجونو له عمومي رئیس، ډاکټر. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۹:۴۹
Background image

په میدان وردګو کې د «آبکزار» انسټیټوټ د بنسټ ډبره کېښودل شوه

د میدان وردګو ولایت د چک ولسوالۍ په سیمه کې د مسؤولینو او یو شمېر قومي مخورو په حضور کې د «آبکزار» انسټیټوټ د بنسټ ډبره کېښودل شوه. دغه ښوونیز مرکز د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۵:۵
Background image

د تخنیکي او مسلکي چارو مرستیال د کوچنیو پورونو بانک «FMFB» له مسؤولینو سره وکتل

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې مرستیال او سرپرست، محترم مولوي غلام سعید احساس، د کوچنیو پورونو بانک «FMFB» له مسؤولینو سره په یوه ناسته کې وکتل او د متشبثینو د ملاتړ، د نوښتګرو پروژو د. . .

BACK TO NEWS