د څېړنې او نوښت ریاست مسؤلینو له څه باندې ۲۰ تولیدي او صنعتي شرکتونو سره لیدنې وکړې
د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د څېړنې او نوښت ریاست مسؤلینو د امام ابوحنیفه (رحمهالله) د پنځم ملي او نړیوال نندارتون په څنډه کې د څه باندې ۲۰ تولیدي او صنعتي شرکتونو او د خصوصي سکتور د بنسټونو له استازو سره ولیدل.
په دې لیدنو کې د ماهرو کاري کادرونو د روزنې، د کار بازار له اړتیاوو سره سم د تخنیکي او مسلکي زدهکړو د پراختیا او له خصوصي سکتور سره د همکاریو د پیاوړتیا په اړه د ادارې پروګرامونه او موخې تشریح شوې.
د خصوصي سکتور استازو د یادو پروګرامونو هرکلی وکړ او د زدهکوونکو او فارغانو لپاره د عملي زدهکړو د فرصتونو برابرولو، د کار بازار اړتیاوو د تحلیل، د ښوونیز نصاب پراختیا او د نوښتګرو سوداګریزو فعالیتونو د ملاتړ په برخو کې یې د همکارۍ چمتووالی څرګند کړ.
د افغانستان د وچې مېوې د صادرونکو اتحادیه، د میثم سټیل د اوسپنې ویلې کولو فابریکه، د کوچنیو پورونو بانک او د ګرین صافي پلس شرکت له هغو بنسټونو څخه وو، چې په بېلابېلو برخو کې یې د همکارۍ ژمنې وکړې.
په پای کې، د مطرح شویو موضوعاتو پر تعقیب او د ترسره شویو ژمنو پر عملي کولو ټینګار وشو.
