د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رئیس د کار نړیوال سازمان او یوناما له پلاوي سره وکتل
د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې عمومي رئیس، الحاج مولوي غلام حیدر شهامت، په خپل کاري دفتر کې د کار نړیوال سازمان (ILO) او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) له یوه پلاوي سره وکتل او خبرې یې ورسره وکړې.
په دې لیدنه کې دواړو لورو د تخنیکي او مسلکي زده کړو په برخه کې د ګډو همکاریو د پراختیا، د بشري ځواک د ظرفیت لوړولو، د زده کړو د کیفیت د ښه والي او ځوانانو ته د زده کړو او کارموندنې د لا غوره فرصتونو د برابرولو په اړه د نظرونو تبادله وکړه.
د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې عمومي رئیس د کار نړیوال سازمان او یوناما له دوامداره همکاریو څخه د مننې ترڅنګ، د تخنیکي او مسلکي زده کړو د پراختیا په برخه کې د نړیوالو بنسټونو رول مهم وباله او د ښوونیزو مرکزونو د کیفیت لوړولو، د استادانو د ظرفیت پیاوړتیا او د تخنیکي او مسلکي مهارتونو د ودې لپاره یې د اغېزناکو همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ.
د کار نړیوال سازمان او یوناما پلاوي هم د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د فعالیتونو او پروګرامونو ستاینه وکړه، د اړتیا وړ برخو کې یې د ګډو همکاریو د دوام لپاره خپل چمتووالی څرګند کړ او د دواړو لورو ترمنځ یې د لا نږدې همغږۍ او متقابل تعامل پر اهمیت ټینګار وکړ.
د غونډې په پای کې دواړو لورو هوکړه وکړه چې د راتلونکو همکاریو د لا پیاوړتیا په موخه به خبرې اترې او همغږي دوام مومي او د ګډو همکاریو د پرمخ وړلو لپاره به مناسب میکانیزمونه رامنځته کېږي.
