د لغمان محبس ته علمي کتابونه او مجلې ډالۍ شوې

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۱:۶

د لغمان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت د خپلو اړوندو ښوونیزو مرکزونو له لارې د بېلابېلو موضوعاتو په اړه ۴۴ ټوکه کتابونه او ۳۵ ټوکه علمي مجلې د لغمان ولایت د محبس آمریت ته ډالۍ کړې.

دغه کتابونه د کتاب لوستنې د فرهنګ د پیاوړتیا، بندیانو ته د علمي او فکري استفادې د زمینې برابرولو او د هغوی د اصلاح له بهیر څخه د ملاتړ په موخه د محبس مسؤلینو ته وسپارل شول، ترڅو بندیان وکولای شي يه خپل فارغ وخت کې ترې ګټه واخلي.

د لغمان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت مسؤلین وایي، بندیانو ته د علمي او ښوونیزو سرچینو د لاسرسي برابرول د هغوی د پوهې په لوړولو، د اصلاح‌پذیرۍ روحیې په پیاوړتیا او ټولنې ته د سالم او اغېزمن بېرته ورګرځېدو لپاره مهم رول لري.

دا اقدام د دولتي ادارو ترمنځ د همکاریو په چوکاټ کې، د مطالعې د فرهنګ د پراختیا، د عامه پوهاوي د کچې د لوړولو او د لغمان ولایت په محبس کې د ښوونیزو او اصلاحي پروګرامونو د ملاتړ په موخه ترسره شوی دی.

د لغمان ولایت د محبس مسؤلینو د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت له دې اقدام څخه مننه او قدرداني څرګنده کړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۰:۲۱
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې او د افغانستان د نړیوال نندارتون مرکز ترمنځ د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې او د افغانستان د نړیوال نندارتون مرکز ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا، د متقابلو همکاریو د پراختیا، د تجربو د تبادلې او د نندارتونونو د جوړولو لپاره د ګډو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۳:۴۹
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د رئیس رسمي سفر مالیزیا او اندونیزیا هېوادونو ته

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رئیس، محترم الحاج مولوي غلام حیدر شهامت، د یادې ادارې د یوه پلاوي په مشرۍ مالیزیا او اندونیزیا هېوادونو ته په سفر روان شو. په دې سفر کې د تخنیکي او مسلکي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۵:۵۵
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې نوی مدیریتي سیستم پرانیستل شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست د یادې ادارې د رهبرۍ پلاوي، د ریاستونو د رئیسانو او یو شمېر کارکوونکو په ګډون په یوه غونډه کې د دې ادارې نوی مدیریتي سیستم. . .

BACK TO NEWS