د استاد مؤمن حکیمي وینا د الله تعالی سره د بندګانو د عهد او پیمان په اړه

media_admin
شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۴۷

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اصلاحي او تربیوي غونډو په لړۍ کې، استاد حمزه مؤمن حکیمي د الله تعالی سره د مسلمانانو د عهد او پیمان په اړه وینا وکړه.

نوموړي د سورة الفاتحې مبارکو آیتونو ته په اشارې وویل چې دغه سورة یوازې د تلاوت لپاره دعا نه ده، بلکې د بنده او خپل پروردګار ترمنځ د ورځني عهد او پیمان د نوي کولو څرګندونه هم کوي.

استاد حکیمي څرګنده کړه چې د همدې ژمنې له مخې، د الله تعالی بندګان په هر لمانځه کې څو ځله دا عهد په ژبه تکراروي او ژمنه کوي چې یوازې د الله تعالی عبادت به کوي او یوازې له هغه څخه به مرسته غواړي.

هغه په فردي او ټولنیز ژوند کې د دې ژمنې د وفادارۍ پر اهمیت هم ټینګار وکړ.

استاد حکیمي د سورة الفاتحې د مبارکو آیتونو په رڼا کې زیاته کړه چې دغه آیتونه د انسان او الله تعالی ترمنځ د بندګۍ اړیکه بیانوي او دا څرګندوي چې الله تعالی مطلق مالک او واکمن دی.

نوموړي وویل چې مسلمانان باید دغه ژمنه د اخلاص، د الهي اوامرو د اطاعت، له ګناهونو څخه د ځان ساتنې، د مسؤلیتونو د ادا کولو او د اسلامي ارزښتونو د مراعاتولو له لارې په خپل ورځني ژوند کې عملي کړي.

استاد حکیمي د خپلې وینا په پای کې یادونه وکړه چې د دنیا او آخرت نېکمرغي د همدې الهي ژمنې له وفادارۍ سره تړلې ده او هر څومره چې انسان د الله تعالی پر وړاندې خپلو تعهداتو ته زیات ژمن وي، همغومره به د هدایت، ارامتیا او بریالیتوب له نعمتونو برخمن شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۴ - ۱۰:۰
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې پلاوي د شفا فارما ملي فابریکې له رئیس سره وکتل

له خصوصي سکتور سره د همکاریو پراختیا د هڅو په دوام کې، د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د څېړنې او نوښت ریاست یوه پلاوي د شفا فارما ملي فابریکې له رئیس، ډاکټر نثار احمد ترکي، سره وکتل او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۳:۲۴
Background image

د ښکلو هنرونو او صنایعو انسټیټیوټ نندارتون پرانیستل شو

د ښکلو هنرونو او صنایعو انسټیټیوټ نندارتون نن په کابل کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د یو شمېر مسؤلینو په حضور کې پرانیستل شو. دا نندارتون به درې ورځې دوام وکړي، چې پکې د ښکلو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۴:۵۴
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ددې ادارې د بېلابېلو څانګو د رئیسانو او مسؤولانو په ګډون د تخنیکي او مسلکي چارو په معاونیت کې ترسره شوه. د ناستې په پیل کې د اکاډمیک. . .

BACK TO NEWS