د زابل ولایت د ارغنداب کثیرالرشتوي لېسې د درسي کتابونو ستونزه حل شوه

media_admin
شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۶ - ۱۵:۴۴

د زده‌کړو د بهیر ښه‌والي او زده‌کوونکو ته د اړینو اسانتیاوو د برابرولو په موخه، د زابل ولایت ارغنداب ولسوالۍ کثیرالرشتوي لېسې د درسي کتابونو کمښت ستونزه د زابل د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت، استادانو او د یاد ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو مرکزونو د کارکوونکو په ګډه همکارۍ حل شوه.

په همدې موخه د بېلابېلو تعلیمي څانګو شاوخوا ۱۵۰ جلده درسي کتابونه برابر او یاد ښوونیز مرکز ته ووېشل شول، ترڅو زده‌کوونکي وکولای شي له اړینو درسي سرچینو څخه په ښه توګه ګټه واخلي.

د زابل د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت مسؤلین دا اقدام د زده‌کړو د کیفیت د پیاوړتیا او د مناسب تعلیمي چاپېریال د رامنځته کولو په برخه کې یو مهم ګام بولي.

د ارغنداب ولسوالۍ د کثیرالرشتوي لېسې زده‌کوونکو او مسؤلینو هم له دې همکارۍ څخه مننه وکړه او د درسي کتابونو وېش یې د تدریس او زده‌کړو د بهیر په ښه‌والي کې اغېزمن وباله.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۲ - ۱۱:۴۱
Background image

د لغمان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو اداري ناسته ترسره شوه

د لغمان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت اداري ناسته د مهمو اداري او ښوونیزو موضوعاتو د ارزونې او د مجاهدینو د پروګرام فعالیتونو د بیا پیل په اړه د اړینو پرېکړو نیولو په موخه ترسره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۴ - ۱۰:۰
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې پلاوي د شفا فارما ملي فابریکې له رئیس سره وکتل

له خصوصي سکتور سره د همکاریو پراختیا د هڅو په دوام کې، د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د څېړنې او نوښت ریاست یوه پلاوي د شفا فارما ملي فابریکې له رئیس، ډاکټر نثار احمد ترکي، سره وکتل او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۳:۲۴
Background image

د ښکلو هنرونو او صنایعو انسټیټیوټ نندارتون پرانیستل شو

د ښکلو هنرونو او صنایعو انسټیټیوټ نندارتون نن په کابل کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د یو شمېر مسؤلینو په حضور کې پرانیستل شو. دا نندارتون به درې ورځې دوام وکړي، چې پکې د ښکلو. . .

BACK TO NEWS