د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د رهبرۍ ناسته ترسره شوه

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۴:۴۰

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې رهبرۍ ناسته د محترم الحاج مولوي غلام حیدر شهامت په مشرۍ او د دې ادارې د محترمو مرستیالانو په حضور کې ترسره شوه.

د دې ناستې موخه د تخنیکي او مسلکي چارو معاونیت لخوا د تشخیص شوو ستونزو او ننګونو لپاره د حل‌لارو موندل وو.

د تخنیکي او مسلکي چارو معاونیت لخوا د ستونزو او ننګونو تر پېژندنې وروسته، یاد موضوعات په دې ناسته کې مطرح شول او ګډونوالو یې د حل په اړه خپل نظریات او لیدلوري شریک کړل.

ټاکل شوې چې دغه ناسته د ستونزو حل‌لارو موندلو په موخه به سبا هم دوام وکړي او د رهبرۍ ناستې وروستۍ پرېکړه به له اړوندو برخو سره شریکه شي.

دا په داسې حال کې ده چې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې رهبرۍ تل هڅه کړې څو د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو په سیستم کې موجودې ستونزې او ننګونې په بشپړ ډول حل شي، چې تر دې مهاله یې د قناعت وړ پایلې هم لرلې دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۳:۱۸
Background image

د بهرنیو اړیکو رئیس د «داکار» مؤسسې د حرفوي پروګرامونو له مسئول سره لیدنه او خبرې وکړې

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د بهرنیو اړیکو رئیس، انجنیر احمد نبي نایل، په یوه ناسته کې د «داکار» مؤسسې د حرفوي پروګرامونو له مسئول، محترم مجیب‌الرحمن فایز، سره وکتل او خبرې یې وکړې.. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۱:۱۱
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې او «FBL USA» بنسټ ترمنځ د ګډو همکاریو د فرصتونو په اړه خبرې وشوې

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د بهرنیو اړیکو رئیس، انجنیر احمد نبي نایل، په یوه ناسته کې د «FBL USA» بنسټ له رئیس، محترم جلال سلطان، سره وکتل او خبرې یې وکړې. د یادونې وړ ده چې «FBL. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۰:۱۰
Background image

د چک کثیرالرشتوي انسټیټوټ ته لسګونه علمي کتابونه ډالۍ شول

د میدان وردګو ولایت د چک کثیرالرشتوي انسټیټوټ د کتابتون د بډاینې په موخه، محترم مدیر فهیم حبیبي لسګونه بېلابېل علمي کتابونه دې انسټیټوټ ته ډالۍ کړل. دغه کتابونه د طب، انجنیري، برېښنا،. . .

BACK TO NEWS