د شمال زون د تخنیکي زده‌کړو مرکزونو کارکوونکو لپاره د ظرفیت لوړونې پروګرام ترسره شو

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۶ - ۱۰:۶

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د استادانو مسلکي پراختیا ریاست د شمال زون د تخنیکي زده‌کړو مرکزونو کارکوونکو او آمرینو لپاره د ظرفیت لوړونې پروګرام ترسره کړ.

دا درې ورځنی پروګرام د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د شمال زون ریاست په همکارۍ جوړ شوی و، چې پکې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو مرکزونو آمرینو او تدریسي مدیرانو ګډون کړی وو.

د شمال زون مسؤلین وایي، یاد روزنیز پروګرام د پلان جوړولو، راپور ورکولو او همدارنګه اداري او تدارکاتي چارو په برخو کې تنظیم شوی و، څو د مرکزونو د کارونو اغېزمنتیا لا زیاته شي.

ګډونوالو د دې ډول پروګرامونو ترسره کېدل د ظرفیت لوړونې او د اداري چارو ښه والي لپاره ګټور وبلل او د ورته روزنیزو پروګرامونو پر دوام یې ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۱۰:۴۳
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې رئیس تخار ولایت ته سفر وکړ

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې رئیس، محترم الحاج مولوي غلام حیدر شهامت، تخار ولایت ته سفر وکړ. نوموړي د خپل سفر پر مهال د یاد ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د مرکزونو له محصلینو،. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۰ - ۱۱:۲۳
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې رئیس کندز ولایت ته سفر وکړ

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې رئیس، محترم مولوي غلام حیدر شهامت، د خپلو کاري او څارنیزو سفرونو په لړ کې کندز ولایت ته سفر وکړ. نوموړي په کندز ولایت کې له سیمه‌ییزو مسؤلینو او د تخنیکي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۰ - ۱۰:۳۳
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي غونډه ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اصلاحي غونډو په دوام، نن د کابل پوهنتون استاد، محترم نصرمن‌الله مجاهد، د آخرت لپاره د چمتووالي او د مسلمانانو د دیني مسؤلیتونو په اړه وینا وکړه. نوموړي. . .

BACK TO NEWS