د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې لخوا د نهادونو او خصوصي سکتور ستاینه

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۲ - ۱۴:۴۹

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې په یوه ناسته کې، د هېواد یو شمېر نهادونو او خصوصي سکتور مسؤلین د ځانګړو زده‌کړو د ملاتړ په برخه کې د همکارۍ له امله، وستایل او تقدیر کړل.

په دې غونډه کې د افغانستان.ا.ا یو شمېر مسؤلینو ګډون او وینا وکړه، چې له دغې جملې پکې د ملي ازموینو ادارې رئیس شیخ عبدالباقي حقاني، د کابل ولایت د علماوو شورا رئیس الحاج خلیفه دین محمد، او د اقتصاد وزارت معین ډاکټر عبداللطیف نظري شامل وو.

د ملي ازموینو ادارې رئیس د پرانیستونکې وینا پر مهال وویل، د دین ساتنه او خلکو ته خدمت کول د اسلامي حکومت له اساسي دندو څخه دي.

نوموړي زیاته کړه، هغه کسان چې د اسلام تر چتر لاندې خدمت کوي، د الله تعالی له لوري به ډېر اجر او ثواب تر لاسه کړي.

په همدې حال کې، د کابل ولایت د علماوو شورا رئیس هم په دې ناسته کې وویل، چې د انسان د پیدایښت موخه عبادت او د ځمکې آبادول دي، او مسلمانان باید په دې برخه کې مخکښ واوسي.

د اقتصاد وزارت معین هم په دې پروګرام کې د وینا پر مهال وویل، چې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو اداره په هېواد کې له مهمو تعلیمي نهادونو څخه ده او د اقتصادي ځان‌بسیاینې او د هېواد د پرمختګ په برخه کې بنسټیز رول لري.

د پروګرام په پای کې، محترم مولوي غلام سعید احساس، د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې مرستیال او وارسي کوونکي، د ځانګړو زده‌کړو او د اورېدنې او لېدنې له معلولیت لرونکو کسانو د ملاتړ په برخه کې د بېلابېلو نهادونو له هڅو او همکاریو مننه وکړه.

نوموړي ټینګار وکړ، چې دا مهال په هېواد کې د اورېدنې او لېدنې معلولیت لرونکو کسانو لپاره د مسلکي زده‌کړو برابرول، د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې له اساسي دندو څخه ګڼل کېږي.

دا مهال، په هېواد کې نږدې ۳۰ د ځانګړو زده‌کړو د روزنې مرکزونه د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې په چوکاټ کې فعالیت لري.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۸:۵۰
Background image

د ننګرهار والي مرستیال د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو له مرکزونو لیدنه وکړه

د ننګرهار ولایت د مقام مرستیال مولوي غلام رحمن حیدري د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو له مرکزونو څخه لیدنه وکړه. نوموړي د دې لیدنې پر مهال د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو مرکزونو د زده‌کړو بهیر له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۸:۴۹
Background image

د پکتیا د تخنیکي زده‌کړو آمریت او اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ترمنځ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د پکتیا ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت او اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ترمنځ په یوه ناسته کې د ګډو همکاریو هوکړه‌لیک لاسلیک شو. د یاد هوکړه‌لیک لاسلیک موخه د دواړو ادارو ترمنځ د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۴:۴۰
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د رهبرۍ ناسته ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې رهبرۍ ناسته د محترم الحاج مولوي غلام حیدر شهامت په مشرۍ او د دې ادارې د محترمو مرستیالانو په حضور کې ترسره شوه. د دې ناستې موخه د تخنیکي او مسلکي چارو. . .

BACK TO NEWS