د سمنگان ولایت فیروزنخچیر ولسوالۍ کثیرالرشتوي لیسې زده کوونکي له قطره‌ای اوبو لګولو میتود سره آشنا شول

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۵ - ۹:۳۳

د سمنگان ولایت فیروزنخچیر ولسوالۍ کثیرالرشتوي لیسې د کرنې څانګې زده کوونکو ته د عملي زده کړو په چهارچوب، د یاد ښوونیز مرکز په تحقیقاتي فارم کې د قطره‌ای اوبو لګولو په اړه روزنه ورکړل شوه.

د دې عملي درس په ترڅ کې، لارښود استاد زده کوونکو ته د قطره‌ای اوبو لګولو اهمیت او ارزښت په اړه مفصل توضیحات وړاندې کړل.

نوموړي د دې ډول اوبو لګولو اهمیت ته په اشارې سره، نوموړو ته وویل چې؛ قطره‌ای اوبه لګولو میتود یو مدرن او مؤثر میتود دی چې په کې اوبه په مستقیم ډول او په کم مقدار سره د پایپونو او څاڅکو له لارې د نباتاتو ریښو ته رسول کیږي.

دغه راز د درس په دوام کې، محصلینو هم په دې برخه کې خپلې پوښتنې او سوالونه  له لارښود استاد سره شریکې کړې چې د هغوی پوښتنو ته د استاد له لوري جامع ځوابونه هم ورکړل شول.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د زده کړو لویه برخه عملي ده، له همدې امله د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو فارغان د فراغت وروسته په مستقیم ډول د کار بازار ته جذب کیږي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۴ - ۱۰:۰
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې پلاوي د شفا فارما ملي فابریکې له رئیس سره وکتل

له خصوصي سکتور سره د همکاریو پراختیا د هڅو په دوام کې، د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د څېړنې او نوښت ریاست یوه پلاوي د شفا فارما ملي فابریکې له رئیس، ډاکټر نثار احمد ترکي، سره وکتل او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۳:۲۴
Background image

د ښکلو هنرونو او صنایعو انسټیټیوټ نندارتون پرانیستل شو

د ښکلو هنرونو او صنایعو انسټیټیوټ نندارتون نن په کابل کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د یو شمېر مسؤلینو په حضور کې پرانیستل شو. دا نندارتون به درې ورځې دوام وکړي، چې پکې د ښکلو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۴:۵۴
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ددې ادارې د بېلابېلو څانګو د رئیسانو او مسؤولانو په ګډون د تخنیکي او مسلکي چارو په معاونیت کې ترسره شوه. د ناستې په پیل کې د اکاډمیک. . .

BACK TO NEWS