د «حصه اول کوهستان» ولایت کرنې او وترنرۍ انسټیټوټ محصلینو ته د واکسین د تطبیق په اړه روزنه ورکړل شوه

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۵ - ۹:۲۴

د کاپیسا ولایت «حصه اول کوهستان» کرنې او وترنرۍ انسټیټوټ د وترنرۍ څانګې محصلینو ته د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو د عملي زده کړو په چوکاټ کې د واکسینونو د تطبیق کولو د څرنګوالي په اړه په عملی بڼه روزنه ورکړل شوه.

دغه‌راز لارښود استاد د درس په ترڅ کې محصلینو ته د الوتونکو د واکسین زرق کولو په اړه هم مفصل توضیحات وړاندې کړل او د محصلینو پوښتنو ته یې ځوابونه وویل.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې ډیری زده کړې عملي دي، له همدې امله د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو فارغین په مستقیم ډول د کار بازار ته جذبیږي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۶ - ۱۶:۵۳
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده ‌کړو ادارې او خصوصي سکتور ترمنځ د همغږۍ کنفرانس جوړ شو

د هېواد د تخنیکي او مسلکي زده ‌کړو ادارې له خصوصي سکتور سره د همغږۍ او همکاریو د پیاوړتیا په موخه، د دوو ورځو لپاره د همغږۍ تر عنوان لاندې کنفرانس جوړ کړ. د دغه کنفرانس موخه دا ده چې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۴ - ۱۴:۱۷
Background image

په بغلان ولایت کې د ادارې او مدیریت له روزنیز پروګرام څخه د سلګونو مجاهدینو فراغت

په بغلان ولایت کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د ادارې او مدیریت له روزنیز پروګرام څخه د ۴۰۰ زیاتو مجاهدینو فراغت مراسم ترسره شول. په یادو مراسمو کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۱ - ۹:۵۸
Background image

د محمدآغې کثیرالرشتوي انسټیټیوټ د حرفوي پروګرامونو دوهمې لړۍ پیل

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې لخوا د روزنیز حرفوي پروګرام دوهم پړاو د لوګر ولایت په محمدآغې ولسوالۍ کې پیل شو. د لوګر ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت مسؤلین وايي چې دا روزنیز. . .

BACK TO NEWS