د میدان وردګو ولایت تنګي نور درې کثیرالرشتوي انسټیټوټ د محصلینو لخوا د بریښنا میټرونو نصب او ترمیم

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۳ - ۱۱:۴۲

د میدان وردګو ولایت تنګي نور درې کثیرالرشتوي انسټیټوټ د بریښنا څانګې محصلینو د خپلو پرکتیکو زده کړو په ترڅ کې د بریښنایی میټرونو د نصبولو او ترمیم په اړه عملي زده کړې ترلاسه کړې.

همداراز نوموړو د لوګر ولایت د بریشنا ریاست د چارواکو په همکارۍ د برښنایی میټرونو د عوارضو د حل کولو څرنګوالي په هکله هم په عملی بڼه روزنه ترلاسه کړه.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې په ښوونیزو مرکزونو کې د زده کړو لویه برخه عملي ده. له همدې امله د دې مرکزونو فارغان له فراغت وروسته په مستقیم ډول د کار بازار ته جذب کیږي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۰ - ۹:۵۹
Background image

د لغمان تخنیکي لېسې زده‌کوونکو ته د برقي وسایلو ترمیم په اړه عملي روزنه ورکړل شوه

د لغمان ولایت مرکز تخنیکي او مسلکي لېسې د برېښنا څانګې زده‌کوونکو په یوه درسي جلسه کې د برقي وسایلو، په ځانګړي ډول د «پکې» عارضه موندنې او ترمیم څرنګوالي په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه.. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۹ - ۱۰:۲۰
Background image

د لغمان تخنیکي لېسې زده‌کوونکو د برېښنا سرکټونو د نښلولو عملي زده‌کړه ترلاسه کړه

د لغمان ولایت مرکز تخنیکي او مسلکي لېسې زده‌کوونکو د عملي زده‌کړو په دوام کې د برېښنا سرکټونو د نښلولو او ازمویلو څرنګوالي په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. زده‌کوونکو د دې تعلیمي مرکز د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۷ - ۱۱:۳۰
Background image

د مسلکي زده‌کړو مرکزونو زده‌کوونکو ته د حیواني ناروغیو د تشخیص عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د علینګار ولسوالۍ زراعت مسلکي لېسې وترنرۍ څانګې زده‌کوونکو د یوې درسي جلسې په ترڅ کې د حیواني ناروغیو تشخیص په اړه عملي روزنه ترلاسه کړه. همداراز لارښود استاد زده‌کوونکو ته د حیواناتو د. . .

BACK TO NEWS