د «محمود راقی» مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ محصلینو ته د نباتاتو دوا شیندلو په اړه روزنه ورکړل شوه

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۳۰ - ۱۴:۴۰

د کاپیسا ولایت اړوند «محمود راقی» مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د کرنې څانګې محصلینو ته د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې ښوونیزو مرکزونو د عملي زده کړو په چوکاټ او د یو علمي سفر په ترڅ کې د نباتاتو د درمل شیندلو د څرنګوالي په اړه روزنه ورکړل شوه.

د دې عملي سفر په ترڅ کې، لارښود استاد محصلینو ته د نباتي ناروغیو د درملنې لکه شپشک او د دوا شیندلو د څرنګوالي په اړه مفصل توضیحات وړاندې کړل.

دغه راز د درس په دوام کې، محصلینو هم په دې برخه کې خپلې پوښتنې او سوالونه  له لارښود استاد سره شریکې کړې چې د هغوی پوښتنو ته د استاد له لوري جامع ځوابونه هم ورکړل شول.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د زده کړو لویه برخه عملي ده، له همدې امله د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو فارغان د فراغت وروسته په مستقیم ډول د کار بازار ته جذب کیږي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۳۰ - ۱۴:۴۰
Background image

د «محمود راقی» مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ محصلینو ته د نباتاتو دوا شیندلو په اړه روزنه ورکړل شوه

د کاپیسا ولایت اړوند «محمود راقی» مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د کرنې څانګې محصلینو ته د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې ښوونیزو مرکزونو د عملي زده کړو په چوکاټ او د یو علمي سفر په ترڅ کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۳۰ - ۱۰:۲۷
Background image

په دایکندي ولایت کې د محبوسینو لپاره د تخنیکي زده کړو د زمینې برابرول

د دایکندي ولایت اړوند د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت مسولین د یاد ولایت محبوسینو لپاره د مبائیل ترمیم لنډ مهاله روزنیز پروګرام په لاره اچولو خبر ورکوي. د یاد پروګرام د ترسره کولو موخه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۳۰ - ۱۰:۲۵
Background image

د فراه ولایت مرکز کرنې او وترنري انسټیټوټ محصلینو د پرازیتونو د تشخیص په اړه روزنه ترلاسه کړه

د فراه ولایت مرکز کرنې او وترنرۍ انسټیټوټ د وترنرۍ څانګې محصلینو د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو د عملي زده کړو په چوکاټ کې د پرازیتونو د تشخیص په اړه په عملي بڼه روزنه ترلاسه کړه.. . .

BACK TO NEWS