د میدان وردګو ولایت جلریز کثیرالرشتوي انسټيټوټ محصلینو ته د کارموندنې تر عنوان لاندې سیمینار وړاندې شو
په میدان وردګو ولایت کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مسؤلینو د یاد ولایت جلریز کثیرالرشتوي انسټیټوټ محصلینو لپاره د «کارموندنې» ترعنوان لاندې سیمینار ترسره کړ ترڅو ددې ښوونیز مرکز محصلین وکولای شي د فراغت وروسته په مستقیم ډول د کار بازار ته جذب شي.
په دې ښوونیز سیمینار کې محصلینو ته د یاد تخنیکي مرکز د استادانو له لوري د کارموندنې او اشتغالرامینځته کولو اړوند بیلابیل موضوعات تشریح شول.
محصلینو هم د کارموندې اړوند برخه کې خپلې پوښتنې شریکې کړې چې د استاد لخوا د نوموړو پوښتنو ته هر اړخیز ځوابونه ورکړل شول.
د میدان وردګو د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت د مسولینو په وینا د دې ښوونیز سیمینار د ترسره کیدو موخه د محصلینو د پوهاوي کچې لوړول او همدارنګه په مستقیم ډول نوموړو ته د کار بازار د ننوتلو لپاره زمینې برابرول دي.