د لغمان ولایت علیشنگ کرنې مسلکي لېسې او کرنې او مالدارۍ مدیریت ترمنځ هوکړه لیک لاسلیک شو

media_admin
شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۲ - ۱۴:۰

په لغمان ولایت کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مسؤلین وايي چې د یاد ولایت اړوند علیشنګ ولسوالۍ د کرنې مسلکي لېسې د یادې ولسوالۍ د کرنې او مالدارۍ مدیریت سره د ګډو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک کړی دی.

د نوموړو په وینا، د دواړو بنسټونو ترمنځ د هوکړه لیک لاسلیک کولو موخه د همکاریو پیاوړتیا او همدارنګه د یادې لیسې زده کونکو ته د عملي فعالیتونو لپاره د فرصت برابرول دي.

د دې هوکړه لیک پر بنسټ، د علیشنګ کرنې مسلکي لېسې زده کونکي کولای شي د عملي زده کړو د ترلاسه کولو په موخه د هغې ولسوالۍ اړوند د کرنې مدیریت سره په اړیکه شي او په عملي بڼه د کرنې او مالدارۍ بیلابیل موضوعات زده کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو مسؤلین هڅه کوي ترڅو د خصوصي او دولتي ادارو سره د هوکړه لیکونو په لاسلیک کولو سره د زده کونکو لپاره غوره ښوونیز چاپیریال چمتو کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۹:۲۰
Background image

د کمپیوټر ساینس زده‌کوونکي د شبکې له تجهیزاتو سره بلد شول

د خوست ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د کمپیوټر ساینس څانګې زده‌کوونکو د عملي زده‌کړو (پراکتیک) د دوام په لړ کې د شبکې بنسټیزو تجهیزاتو په اړه عملي روزنه ترلاسه کړه. په دې روزنیز. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۷ - ۱۱:۱۹
Background image

د عملي زده‌کړو پیاوړتیا لپاره د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د خوست ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټیوټ د کمپیوټر ساینس څانګې محصلینو ته د عملي زده‌کړو (پراکتیک) د زمینې برابرولو په موخه له افغان تیلي کام مخابراتي شرکت سره د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۶ - ۱۵:۴۴
Background image

د زابل ولایت د ارغنداب کثیرالرشتوي لېسې د درسي کتابونو ستونزه حل شوه

د زده‌کړو د بهیر ښه‌والي او زده‌کوونکو ته د اړینو اسانتیاوو د برابرولو په موخه، د زابل ولایت ارغنداب ولسوالۍ کثیرالرشتوي لېسې د درسي کتابونو کمښت ستونزه د زابل د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو. . .

BACK TO NEWS