د فراه ولایت د تخنيکي او مسلکي زده کړو آمر د ملي دفاع وزارت د لوی درستیز د پلان او پالیسې له رئیس سره وکتل

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲ - ۹:۳۱

د فراه ولایت د تخنيکي او مسلکي زده کړو آمر د ملي دفاع وزارت د لوی درستیز د پلان او پالیسې له رئیس الحاج مولوي صدیق الله ذوالقلم سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.

په دې ناسته کې داړو خواوو د یاد ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د شته ستونځو د هواري او د حل لارو چارو پر څرنګوالي بحث وکړ.

دغه راز د فراه ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمر په پیل کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د موخو او برنامو په اړه معلومات وړاندي کړل.

له بیلې خوا د ملي دفاع وزارت د لوی درستیز د پلان او پالیسي رئیس په یادې ناسته کې د فراه ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت سره د هر اړخیزو همکاریو ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۸:۵۰
Background image

د ننګرهار والي مرستیال د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو له مرکزونو لیدنه وکړه

د ننګرهار ولایت د مقام مرستیال مولوي غلام رحمن حیدري د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو له مرکزونو څخه لیدنه وکړه. نوموړي د دې لیدنې پر مهال د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو مرکزونو د زده‌کړو بهیر له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۸:۴۹
Background image

د پکتیا د تخنیکي زده‌کړو آمریت او اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ترمنځ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د پکتیا ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت او اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ترمنځ په یوه ناسته کې د ګډو همکاریو هوکړه‌لیک لاسلیک شو. د یاد هوکړه‌لیک لاسلیک موخه د دواړو ادارو ترمنځ د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۴:۴۰
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د رهبرۍ ناسته ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې رهبرۍ ناسته د محترم الحاج مولوي غلام حیدر شهامت په مشرۍ او د دې ادارې د محترمو مرستیالانو په حضور کې ترسره شوه. د دې ناستې موخه د تخنیکي او مسلکي چارو. . .

BACK TO NEWS