د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې لخوا د سیرت النبي ﷺ سیالۍ ترسره شوه

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۶ - ۱۳:۳۱

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې لخوا د اسلام ستر پیغمبر ﷺ د ژوندانه او سیرت څخه د یادې ادارې د کارمندانو او محصلینو د پوهاوي کچې د لوړولو په موخه د سیرت النبیﷺ سیالي ترسره شوه.

دغه پروګرام، په کابل ښار کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د ښوونیزو مرکزونو د کارمندانو او محصلینو ترمنځ ترسره شو، چې په یادې سیالۍ کې شاوخوا ۷۰۰ تنه کسانو برخه اخیستې وه.

دغه‌راز ددې سیالۍ ګډونوال وايي چې د داسې پروګرامونو ترسره کیدل ځوانانو ته زمینه برابروي چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د ژوندانه او سیرت په اړه ډیر څه زده کړي.

په ورته وخت کې مسؤلینو هم په دې آزموینه کې د پوره شفافیت د ډاډ ورکولو ترڅنګ ژمنه وکړه چې د سیالۍ غوره ګډونکوونکو ته به ډالۍ هم په پام کې ونیول شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۵:۵۵
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې نوی مدیریتي سیستم پرانیستل شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست د یادې ادارې د رهبرۍ پلاوي، د ریاستونو د رئیسانو او یو شمېر کارکوونکو په ګډون په یوه غونډه کې د دې ادارې نوی مدیریتي سیستم. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۹:۵۴
Background image

د پکتیا د خاصو زده‌کړو لېسې سره د ۱۴ زره ډالرو مرسته وشوه

د «اسلامیک هیلپ» مؤسسې په یوه مراسمو کې د پکتیا ولایت د خاصو زده‌کړو لېسې ته د ۱۴ زره امریکايي ډالرو په ارزښت ۶۲ قلمه اداري تجهیزات او ښوونیز توکي ډالۍ کړل. په هغو مراسمو کې چې په همدې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۰
Background image

د کابل ښار په تخنیکي زده‌کړو مرکزونو کې اصلاحي، تربیوي او ښوونیزه برنامه پای ته ورسېده

هغه فکري، فرهنګي، اصلاحي او ښوونیز پروګرام چې د تنویر فکري او فرهنګي ادارې له لوري، د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د ارشاد او دعوت ریاست په همکارۍ جوړ شوی و، پای ته ورسېد. په همدې. . .

BACK TO NEWS