د اسلامي ارزښتونو پر ساتنې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې لوی رئیس ټینګار

media_admin
شنبه ۱۴۰۴/۶/۸ - ۱۱:۱۲
TVETA

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې، ارشاد او دعوت ریاست دوه ورځنی علمي او تربیوي سیمینار ترسره کړ.

د دې علمي پروګرام په پرانیست غونډه کې، د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې لوی رئیس الحاج مولوي غلام حیدر شهامت د اسلامي ارزښتونو او د اسلامي شریعت د پلي کولو پر څرنګوالي خبرې وکړې.

نوموړي ټینګار وکړ چې اسلامي فرهنګ او ارزښتونه د مسلمانانو لپاره په دنیا او آخرت کې د خیر لامل ګرځي. ښاغلي مولوي شهامت زیاته کړه چې مسلمانان باید په هر حالت کې خپل اصلي اسلامي فرهنګ وساتي.

دغه‌راز د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې لوی رئیس وویل چې امرباالمعروف او نهی عن المنکر د هر مسلمان دنده ده او زیاته یې کړه چې هرڅوک باید په ټولنه کې د فساد او منکراتو پر وړاندې مبارزه وکړي.

په ورته وخت کې، ددې ادارې د تخنیکي او مسلکي چارو مرستیال مولوي غلام سعید احساس د خپلې وینا په ترڅ کې وویل چې ارشاد او دعوت د اسلامي شریعت له احکامو څخه دي او مسلمانان باید ورته ډیره پاملرنه وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې، د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د ارشاد او دعوت ریاست هڅه کوي ترڅو د بیلابیلو ښوونیزو پروګرامونو او سیمینارونو په جوړولو سره د دې ادارې د زده کونکو او کارمندانو د پوهاوي کچه لوړه کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۳ - ۱۱:۴۲
Background image

د میدان وردګو ولایت تنګي نور درې کثیرالرشتوي انسټیټوټ د محصلینو لخوا د بریښنا میټرونو نصب او ترمیم

د میدان وردګو ولایت تنګي نور درې کثیرالرشتوي انسټیټوټ د بریښنا څانګې محصلینو د خپلو پرکتیکو زده کړو په ترڅ کې د بریښنایی میټرونو د نصبولو او ترمیم په اړه عملي زده کړې ترلاسه کړې.. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۳ - ۱۱:۳۱
Background image

د لغمان ولایت اړوند مرکز کثیرالرشتوي انسټيټوټ کې د عملي زده‌کړو بهیر

د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداره په خپل ښوونیزو مرکزونو کې د عملي زده کړو په وړاندې کولو سره هوډ لري ترڅو له دې لارې د ځوانانو د پیاوړتیا او د کار بازار ته د هغوی د چمتووالي زمینه برابره. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۳ - ۱۰:۵۶
Background image

د تخنیکی او مسلکي زده کړو ادارې له ادارې او مدیریت روزنیز پروګرام څخه د لسګونو مجاهدینو فراغت

په پکتیکا ولایت کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د ادارې او مدیریت له روزنیز پروګرام څخه د ۱۶۰ تنه مجاهدینو فراغت‌غونډه ترسره شوه. پدې فراغت‌غونډه کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د. . .

BACK TO NEWS