د ساختمان د خط اندازۍ په برخه کې د دایمیرداد کثیرالرشتوي انسټیټوټ محصلینو د عملي زده کړو بهیر

media_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۵ - ۹:۹
TVETA

د میدان وردګو ولایت اړوند دایمیرداد کثیرالرشتوي انسټيټوټ د ساختماني څانګې محصلینو د ساختمان د خط اچولو «خط اندازي» په اړه په عملي بڼه روزنه ترلاسه کړه.

نوموړو ته په دې درسي جلسه کې، د استاد له لوري د ګونیا او لیول ماشین په واسطه د ساختمان د خط اچولو «خط اندازۍ» په اړه په عملي ډول زده کړه ورکړل شوه، او د موضوع په اړه یې خپلې پوښتنې او سوالونه هم شریک کړل.

دغه راز په دوام کې لارښود استاد د خط اندازۍ په برخه کې د محصلینو پوښتنو ته مفصل ځوابونه ورکړل.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د روزنې ډیری برخه عملي ده، څرنګه چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو فراغان په مستقیم ډول د کار بازار ته جذب کیږي.

له همدې امله، د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبري تل د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د عملي زده کړو پر پیاوړتیا ټینګار کوي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۹:۲۰
Background image

د کمپیوټر ساینس زده‌کوونکي د شبکې له تجهیزاتو سره بلد شول

د خوست ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د کمپیوټر ساینس څانګې زده‌کوونکو د عملي زده‌کړو (پراکتیک) د دوام په لړ کې د شبکې بنسټیزو تجهیزاتو په اړه عملي روزنه ترلاسه کړه. په دې روزنیز. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۷ - ۱۱:۱۹
Background image

د عملي زده‌کړو پیاوړتیا لپاره د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د خوست ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټیوټ د کمپیوټر ساینس څانګې محصلینو ته د عملي زده‌کړو (پراکتیک) د زمینې برابرولو په موخه له افغان تیلي کام مخابراتي شرکت سره د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۶ - ۱۵:۴۴
Background image

د زابل ولایت د ارغنداب کثیرالرشتوي لېسې د درسي کتابونو ستونزه حل شوه

د زده‌کړو د بهیر ښه‌والي او زده‌کوونکو ته د اړینو اسانتیاوو د برابرولو په موخه، د زابل ولایت ارغنداب ولسوالۍ کثیرالرشتوي لېسې د درسي کتابونو کمښت ستونزه د زابل د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو. . .

BACK TO NEWS