د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې اصلاحي غونډه ترسره شوه

media_admin
شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۴ - ۱۰:۱

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې اصلاحي غونډه د یادې ادارې د کارمندانو په ګډون او د شیخ عبدالمالک ابو وثیق په وینا سره ترسره شوه.

په دې درسي جلسه کې، شیخ عبدالمالک په ورځني ژوند کې د اخلاقو او ښه نیت او د مسلمانانو د یووالي په اړه خبرې وکړې.

نوموړي وویل چې اخلاق او حسن نیت د یو شخص عبادتونه ارزښتناک کوي، او د هغه ټول ژوند نوراني، با برکت او د خدای تعالی د رضایت وړ ګرځوي.

شیخ ابو وثیق د دې ښوونیز پروګرام له ګډونوالو څخه هم وغوښتل چې د خپلو ورځنیو چارو په ترسره کولو کې د صادق اوسي او له نورو سره په چلند کې د نیک او منلو وړ اخلاقو څخه کار واخلي.

ارشاد او دعوت ریاست د اونۍ په پیل کې د شنبې په ورځ اصلاحي غونډه ترسره کوي چې په یادې غونډه کې پر اړینو موضوعاتو بحث کیږي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۰ - ۱۵:۱۵
Background image

د حشره وژونکو موادو په برخه کې د سرپل کرنې او وترنرۍ انسټیټوټ محصلینو د عملي زده کړو بهیر

د سرپل ولایت اړوند کرنې او وترنرۍ انسټيټوټ د کرنې څانګې محصلینو ته د یاد ولایت په مرکز او د یوې درسي جلسې په ترڅ کې د «حشره کشونو د ډولونو» په اړه په عملي بڼه روزنه ترلاسه کړه. نوموړو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۰ - ۹:۶
Background image

د کندهار ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت او سبا پوهنتون ترمنځ تفاهم لیک لاسلیک شو

د کندهار ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت په یاد ولایت کې له سبا پوهنتون سره د ګډو همکاریو تفاهم لیک لاسلیک کړ. د دواړو ښوونیزو بنسټونو ترمنځ د دغه تفاهم لیک د لاسلیک کولو موخه د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۹ - ۱۵:۱
Background image

د امارتي او خصوصي سکتور سره د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د ګډو کړنلارو د تطبیق ورکشاپ تر سره شو

تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د امارتي او خصوصي سکتور او ددې ادارې ترمنځ د ګډو همغږیو د رامینځته کولو لپاره " د امارتي او خصوصي سکتور سره د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د ګډو کړنلارو د. . .

BACK TO NEWS