۳۲ تنه محبوسین د فلزکارۍ له لنډمهاله حرفوي پروګرام څخه فارغ شول

media_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۸ - ۱۱:۲۶
TVETA

د فلزکارۍ څانګې لنډمهاله حرفوي روزنیز پروګرام، چې څه موده وړاندې د سمنګان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت لخوا د یاد ولایت په محبس کې پیل شوی و، پای ته ورسید.

په دې لنډمهاله پروګرام کې، محبوسینو د شپږو میاشتو په ترڅ کې د فلزکارۍ حرفې په برخه کې په مسلکي ډول روزنه ترلاسه کړه او پر تخنیکي او مسلکي زده کړو سمبال شول.

د دې روزنیز پروګرام د اختتامیې په مراسمو کې، د سمنګان ولایت د محبس مسؤلینو د یاد ولایت د محبوسینو لپاره د تخنیکي زده کړو د زمینې له برابرولو څخه قدرداني وکړه.

په ورته وخت کې، محبوسینو هم د دې روزنیز پروګرام له ترسره کېدو څخه خوښي څرګنده کړه، او زیاته یې کړه چې نوموړي غواړي په راتلونکي کې هم د فلزکارۍ په برخه کې خپل حرفوي زده کړو ته دوام ورکړي.

د یادونې وړ ده چې د پروګرام په پای کې، هغو محبوسینو ته چې له دې لنډمهاله حرفوي پروګرام څخه فارغ شوي وو، ستاینه لیکونه هم ورکړل شول.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۸:۵۰
Background image

د ننګرهار والي مرستیال د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو له مرکزونو لیدنه وکړه

د ننګرهار ولایت د مقام مرستیال مولوي غلام رحمن حیدري د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو له مرکزونو څخه لیدنه وکړه. نوموړي د دې لیدنې پر مهال د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو مرکزونو د زده‌کړو بهیر له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۸:۴۹
Background image

د پکتیا د تخنیکي زده‌کړو آمریت او اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ترمنځ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د پکتیا ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت او اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ترمنځ په یوه ناسته کې د ګډو همکاریو هوکړه‌لیک لاسلیک شو. د یاد هوکړه‌لیک لاسلیک موخه د دواړو ادارو ترمنځ د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۴:۴۰
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د رهبرۍ ناسته ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې رهبرۍ ناسته د محترم الحاج مولوي غلام حیدر شهامت په مشرۍ او د دې ادارې د محترمو مرستیالانو په حضور کې ترسره شوه. د دې ناستې موخه د تخنیکي او مسلکي چارو. . .

BACK TO NEWS