د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د اکاډمیک بورد ناسته ترسره شوه

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۸ - ۱۵:۲۱

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د اکاډمیک بورد ناسته د یادې ادارې د تخنیکي او مسلکي چارو مرستیال ښاغلي مولوي غلام سعید احساس په مشرۍ ترسره شوه.

ددې ناستې په پیل کې د اکاډمیک بورد د تېرې غونډې د پرېکړو په اړه خبرې وشوې او اړوندو څانګو د خپلو کړنو راپورونه وړاندې کړل.

دغه راز د غونډې په دوام کې د آجندا سره د نوښت او کارآفریني طرحو د پراختیا لپاره د رهنمود ترتیبول او همدارنګه د اکاډمیک چارو د انسجام بورډ د مسودې پر لایحې هم خبرې وشوې.

د نننۍ ورځې د اکاډمیک بورډ په غونډه کې ګډونوالو خپل نظرونه او لیدلوري شریک کړل او لازمي تصمیمونه هم ونیول شول.

د اکادمیک بورډ په ناسته کې پر یو شمېر اړوندو نورو تخنیکي او مسلکي مسایلو هم خبرې وشوې او همدارنګه په یاد شویو برخو کې لازمي تصمیمونه هم ونیول شول او غونډه د دعایې په ویلو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۰:۳۰
Background image

د شبکو د سیسټمونو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې شو

د خوست ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د کمپیوټر ساینس څانګې یوه محصل د کمپیوټري سیسټمونو او د شبکو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې کړ. محصل نوراحمد د اړوندې څانګې استاد تر لارښوونې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۵۹
Background image

محصلینو ته د اینورټر او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د کاپیسا ولایت انجنیري معاون انسټیټیوټ د برېښنا څانګې محصلینو په یوه درسي غونډه کې د برېښنا «اینورټر» او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. دغه درسي جلسه د نوي کېدونکې انرژۍ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۹:۵۶
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه د دې ادارې د رئیسانو، کارکوونکو او مسؤلینو په حضور کې ترسره شو. په دې پروګرام کې لیکوال او ادیب استاد دادمحمد ناوک د بېلابېلو. . .

BACK TO NEWS