د خوست ولایت د محبوسینو لپاره شپږ میاشتنی لنډمهاله حرفوي روزنیز پروګرام پیل شو

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۳ - ۱۳:۳۵

د خوست د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت لخوا د یاد ولایت په محبس کې د برېښنا انجینرۍ برخې شپږ میاشتنی لنډمهاله حرفوي روزنیز پیل شو.

د دې روزنیز پروګرام د ترسره کېدو موخه د کاري زمینې رامنځته کول، د بې وزلۍ کمول او ټولنې ته د محبوسینو بیا ادغام دي.

د یادونې وړ ده، چې د ښځینه بندیانو لپاره هم د یاد پروګرام د چمتو کولو او پیل چارې روانې دي، ترڅو ښځینه بندیانې هم له مسلکي او حرفوي زده کړو څخه برخمنې شي.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې او د زندانونو چارو د سمون ادارې ترمنځ د ګډو همکاریو د تفاهم لیک پر بنسټ، د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداره د محبوسینو لپاره ښوونیز پروګرامونه پیلوي، چې موخه یې د فقر کمول او د محبوسینو لپاره د کاري زمینې برابرول دي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۲ - ۱۱:۴۱
Background image

د لغمان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو اداري ناسته ترسره شوه

د لغمان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت اداري ناسته د مهمو اداري او ښوونیزو موضوعاتو د ارزونې او د مجاهدینو د پروګرام فعالیتونو د بیا پیل په اړه د اړینو پرېکړو نیولو په موخه ترسره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۴ - ۱۰:۰
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې پلاوي د شفا فارما ملي فابریکې له رئیس سره وکتل

له خصوصي سکتور سره د همکاریو پراختیا د هڅو په دوام کې، د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د څېړنې او نوښت ریاست یوه پلاوي د شفا فارما ملي فابریکې له رئیس، ډاکټر نثار احمد ترکي، سره وکتل او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۳:۲۴
Background image

د ښکلو هنرونو او صنایعو انسټیټیوټ نندارتون پرانیستل شو

د ښکلو هنرونو او صنایعو انسټیټیوټ نندارتون نن په کابل کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د یو شمېر مسؤلینو په حضور کې پرانیستل شو. دا نندارتون به درې ورځې دوام وکړي، چې پکې د ښکلو. . .

BACK TO NEWS