د تخنيکي زده کړو مرکزونو د محصلينو فراغت غونډه جوړه شوه

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۵ - ۱۵:۲۰
TVETA

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له لوري د کابل ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو له مرکزونو څخه د ۱۲۵۰ تنو محصلینو د فراغت په مناسبت فراغتغونډه جوړه شوه.

په دې مراسمو کې د مقاماتو تر څنګ یو شمېر مېلمنو او د فارغانو والدینو هم برخه اخیستې وه.

د غونډې په پیل کې د مالي او اداري چارو مرستیال ښاغلي مفتي فضل الرحمن فاضل د ځوانانو او د هېواد په پرمختګ کې د نوموړو د رول په اړه خبرې وکړې.

مفتي فاضل په خپلو خبرو کې وویل چې ځوانان د ټولنې اساسي ستن بلل کېږي او باید د هیواد د پرمختګ لپاره ځوانان لا زیاتې هلې ځلې وکړي.

نوموړي دغه راز زیاته کړه چې له تحصیلي او تعلیمي دورې څخه د محصلینو فراغت د نوموړو لپاره یو نوی فرصت دی چې د علم او پوهې زده کړې او پرمختګ ته زیاته پاملرنه وکړي.

په دوام کې یو تن فارغ شوي محصل هم وینا وکړه. نوموړي د تخنيکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو له استادانو څخه د مننې او قدر داني ترڅنګ له مسوولينو څخه وغوښتل چې د هېواد د ځوانانو په برخه کې پانګونې ته زياته پاملرنه وکړي.

د یادې غونډې په دوام کې پر یو شمېر نورو اړوندو موضوعاتو هم د ویناوالو له خوا خبرې وشوې او غونډه فارغانو ته د تصدیق پاڼو په ورکولو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۷ - ۱۰:۴۷
Background image

د سړوسیمو « سردسیرو» ولایتونو په تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو کې د ازموینې لړۍ دوام لري

د سړوسیمو « سردسیرو» ولایتونو په تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو کې د ازموینې اخیستلو لړۍ دوام لري. په ورته وخت کې، د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو مسوؤلین د تخنیکي او مسلکي زده کړو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۶ - ۱۵:۵۰
Background image

د لوگر تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت او «لوگر» د لوړو زده کړو موسسې ترمنځ تفاهم لیک لاسلیک شو

د لوګر ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت په یاد ولایت کې د «لوگر» لوړو زده کړو له موسسې سره د ګډو همکاریو تفاهم لیک لاسلیک کړ. د دواړو ښوونیزو بنسټونو ترمنځ د تفاهم لیک د لاسلیک. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۵ - ۱۵:۹
Background image

د سردسیرو سیمو او ولایتونو تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د بهاري سمسټر ازموینې پیل شوې

د هیواد د سړوسیمو « سردسیرو» مناطقو او ولایتونو د تخنیکي او مسلکي آمریتونو مسؤلین په دې سیمو او ولایتونو کې د بهاري سمسټر ازموینو د پیل کیدو خبر ورکوي. دا ازموینه نن، یکشنبه، د روان کال. . .

BACK TO NEWS