د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د کارکوونکو لپاره د ظرفيت لوړونې پروګرام جوړ شو

media_admin
شنبه ۱۴۰۳/۹/۱۷ - ۱۵:۳۹
TVETA

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د کارکوونکو چارو ریاست د یادې ادارې د کارکوونکو لپاره د (SPSS روزنې) تر سرلیک لاندې د ظرفیت لوړونې پروګرام جوړ کړ.

په دغه روزنیز پروګرام کې د یادې ادارې ۱۶ تنه کارکوونکي ګډون لري او ټاکل شوې چې نوموړو ته د ۷ ورځو لپاره د SPSS پروګرام په اړه روزنه ورکړل شي.

اس‌پي‌اس‌اس«SPSS» د یو کمپیوټري سافټویر نوم دی چې د احصایوي تحلیل لپاره کارول کیږي.

د کارکوونکو چارو ریاست د مسوولینو په وینا، د دغه پروګرام له جوړولو څخه یې موخه د دغې ادارې د کارکوونکو د ظرفیت لوړول دي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۰
Background image

د کابل ښار په تخنیکي زده‌کړو مرکزونو کې اصلاحي، تربیوي او ښوونیزه برنامه پای ته ورسېده

هغه فکري، فرهنګي، اصلاحي او ښوونیز پروګرام چې د تنویر فکري او فرهنګي ادارې له لوري، د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د ارشاد او دعوت ریاست په همکارۍ جوړ شوی و، پای ته ورسېد. په همدې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۹:۳۱
Background image

د څېړنې او نوښت ریاست مسؤلینو له څه باندې ۲۰ تولیدي او صنعتي شرکتونو سره لیدنې وکړې

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د څېړنې او نوښت ریاست مسؤلینو د امام ابوحنیفه (رحمه‌الله) د پنځم ملي او نړیوال نندارتون په څنډه کې د څه باندې ۲۰ تولیدي او صنعتي شرکتونو او د خصوصي سکتور. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۵:۱۷
Background image

د انستیتوت د دورې د عمومي څانګو د انګلیسي ژبې د ښوونیز نصاب د پراختیا او اعتبار ورکولو ورکشاپ پای ته ورسېد

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د تعلیمي نصاب ریاست له لوري د انستیتوت د عمومي څانګو د دورې لپاره د انګلیسي ژبې د ښوونیز نصاب د پراختیا او اعتبار ورکولو ورکشاپ، چې د پوهنتونونو د. . .

BACK TO NEWS