د تخنیکي او مسلکي چارو مرستیال د زابل ولایت له مرستیال والي سره وکتل

media_admin
شنبه ۱۴۰۳/۹/۱۷ - ۱۰:۱۲
TVETA

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د تخنیکي او مسلکي چارو مرستیال مولوي غلام سعید احساس ولایتونو ته د خپل سفر په دوام، د زابل ولایت له مرستیال والي الحاج مولوي محب الله حماس سره وکتل.

په دې کتنه کې د یاد ولايت د پوهنې رئيس، د پوهنتون رئيس، د امربالمعروف رئيس او د زابل ولایت د اقتصاد رئيس په ګډون د سيمه ييزو رياستونو يو شمېر رئيسانو هم حضور درلود.

د تخنيکي او مسلکي چارو مرستيال په دې کتنه کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د موخو او پروګرامونو په باب مفصل توضیحات وړاندې کړل او ويې ويل چې دغه اداره د هېواد ځوانانو ته په بېلابېلو برخو کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو زمینه برابروي.

نوموړي د مجاهدينو د روزنيز پروګرام په ګډون چې اوسمهال د تخنيکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې عملا دوام لري، په بېلابېلو موضوعاتو هم خبرې وکړې.

مولوي احساس وویل چې دا پروګرام هغو مجاهدینو ته چې له زده کړو څخه لرې پاتې دي د زده کړې او پوهې د دوام زمینه برابره کړې ده.

د ناستې په دوام کې د زابل ولایت مرستیال والي د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د لاسته راوړنو او پروګرامونو څخه ستاینه او قدرداني وکړه. نوموړي د تخنیکي او مسلکي زده کړو ارزښت ته په اشارې سره ټینګار وکړ، چې په هېواد کې باید تخنیکي زده کړې نورې هم پیاوړې او ور څخه ملاتړ وشي. نوموړي دغه راز د تخنیکي زده کړو د مرکزونو ستونزو او ننګونو ته د رسیدګۍ په برخه کې د همکارۍ ژمنه وکړه.

په دې غونډه کې په نورو اړوندو مسایلو هم خبرې وشوې او غونډه په دعایې پای ته ورسیده.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۲ - ۱۱:۴۱
Background image

د لغمان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو اداري ناسته ترسره شوه

د لغمان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت اداري ناسته د مهمو اداري او ښوونیزو موضوعاتو د ارزونې او د مجاهدینو د پروګرام فعالیتونو د بیا پیل په اړه د اړینو پرېکړو نیولو په موخه ترسره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۴ - ۱۰:۰
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې پلاوي د شفا فارما ملي فابریکې له رئیس سره وکتل

له خصوصي سکتور سره د همکاریو پراختیا د هڅو په دوام کې، د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د څېړنې او نوښت ریاست یوه پلاوي د شفا فارما ملي فابریکې له رئیس، ډاکټر نثار احمد ترکي، سره وکتل او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۳:۲۴
Background image

د ښکلو هنرونو او صنایعو انسټیټیوټ نندارتون پرانیستل شو

د ښکلو هنرونو او صنایعو انسټیټیوټ نندارتون نن په کابل کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د یو شمېر مسؤلینو په حضور کې پرانیستل شو. دا نندارتون به درې ورځې دوام وکړي، چې پکې د ښکلو. . .

BACK TO NEWS