د مولوي غلام حیدر شهامت له خوا په هرات ولایت کې د تخنیکي زده کړو له مرکزونو څخه د لیدنې دوام

media_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۴ - ۱۰:۲۲
TVETA

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست محترم الحاج مولوي غلام حیدر شهامت د یادې ادارې څخه د یوه پلاوي په مشرۍ د هرات ولایت د تخنیکي زده کړو له مرکزونو څخه د لیدنې په ترڅ کې د دغه ولایت د ادارې او حساب دارې له انسټيټوټ څخه لیدنه وکړه.

په دې کتنه کې نوموړي د دغه مرکز ټولې ستونزې او ننګونې له نږدې وکتلې او په یاد مرکز کې یې د تحصیلی چارو د لا ښه والي په موخه مسوولینو او کارکوونکو ته لازمې هدایات هم وړاندې کړل.

دا په داسې حال ده چې تر دې وړاندې محترم مولوي شهامت او ورسره مل پلاوي یې په هرات ولایت کې د یو شمېر تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو له وضعیت څخه څارنه کړې ده او د یادو مرکزونو د ستونزو او ننګونو د هواري په برخه کې یې د همکارۍ ژمنه هم  وکړه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۵:۳۲
Background image

د لغمان تخنیکي لېسې زده‌کوونکو ته عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د لغمان ولایت مرکز تخنیکي او مسلکي لېسې د برېښنا څانګې زده‌کوونکو په یوه درسي ناسته کې د برېښنا اړوند مهمو موضوعاتو لکه سیم‌غڅونې، د برقي مدارونو تشخیص او ترمیم، او د برېښنا خوندیتوب په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۸:۵۱
Background image

زده‌کوونکو ته د مهمو اداري موضوعاتو په اړه عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د لغمان ولایت ادارې او حسابدارۍ انسټیټیوټ زده‌کوونکو د یو علمي سفر په ترڅ کې د یاد ولایت ښاروالۍ ته ولاړل او هلته یې د بېلابېلو اداري موضوعاتو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. لارښود. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۰:۵۹
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې کارکوونکي وستایل شول

نن د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د ارشاد او دعوت ریاست په اصلاحي غونډه کې د دې ادارې یو شمېر کارکوونکي وستایل شول. دا پروګرام د دیني مسایلو ازموینې د پایلو اعلان په موخه جوړ شوی و، چې. . .

BACK TO NEWS