د کابل ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د مرکزونو د بیارغونې له پروژو څخه څارنه

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۱۵ - ۱۵:۲۱
TVETA

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مالي او اداري مرستیال مفتي فضل الرحمن فاضل د کرنې او خوراکي توکو د پروسس انسټيټوټ او همدارنګه د کابل د انرژۍ او اوبو انسټيټوټ د بیارغونې او باسازۍ له لړۍ څخه لیدنه وکړه.

 په دې کتنه کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د املاکو او خدماتو رئیس عبدالمطلب انصار هم حضور درلود.

په ورته وخت کې د مالي او اداري چارو مرستیال له دغو دوو ښوونیزو مرکزونو څخه د لیدنې پر مهال مسوولینو ته هدایت ورکړ چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو د بیارغونې او جوړولو چارې باید د تفاهم لیک د موادو سره په مطابقت سره پرمخ یوړل شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۲:۹
Background image

د کابل والي د نیالګیو کېنولو په برخه کې د ښاریانو پر رول ټینګار وکړ

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې په نوښت د نیالګیو کېنولو کمپاین د یو شمېر مسؤلینو په ګډون او ویناوو سره پیل شو چې پکې د کابل والي محترم ملا امین الله عبید هم ګډون درلود. د دې پروګرام د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۹:۴۱
Background image

د لغمان تخنیکي لیسې زده‌کوونکو لخوا د نقلیه وسایطو ترمیم

د لغمان ولایت مرکز تخنیکي لیسې زده‌کوونکو د یوې درسي جلسې په ترڅ کې د موټر «اشترنګ» په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. د اړوندې څانګې استاد زده‌کوونکو ته د برقي او هایدرولیکي اشترنګونو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۱۱:۱۹
Background image

زده‌کوونکو ته د موټر وایرینګ ترمیم په اړه عملي روزنه ورکړل شوه

د ننګرهار ولایت د میخانیکي انسټیټوټ زده‌کوونکو د یوې درسي ناستې په ترڅ کې د موټر وایرینګ اړوند موضوعاتو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. د برېښنا څانګې استاد د عملي روزنې پر مهال د موټر. . .

BACK TO NEWS