ښاغلي مولوي غلام حیدر شهامت د صنعت او سوداګرۍ له وزیر سره وکتل

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۸ - ۱۵:۳۵
TVETA

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست مولوي غلام حيدر شهامت د صنعت او سوداګرۍ وزارت له سرپرست نورالدين عزيز سره وکتل.

په دې کتنه کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې او د صنعت او سوداګرۍ وزارت ترمنځ د همکاريو د پراختيا پر څرنګوالي خبرې وشوې.

د ناستې په پیل کې محترم مولوي شهامت د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د فعالیتونو او لاسته راوړنو په اړه مفصل توضیحات وړاندې کړل.

دغه راز په دې غونډه کې دواړو لورو د خصوصي سکتور له اړتیاوو سره سم د تعلیمي څانګو  پر جوړولو ټینګار وکړ او پرېکړه وشوه چې د کار بازار د اړتیاوو پر بنسټ دې د هېواد په ټولو زونونو کې ښوونیزې رشتې جوړې شي.

په همدې حال کې په خصوصي سکتور او صنعتي پارکونو کې د محصلینو لپاره د عملي کارونو د زمینې برابرول او د خصوصي سکتور لخوا د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو د فارغانو د جذبولو په اړه هم خبرې وشوې.

د ناستې په پای کې پرېکړه وشوه، چې له دواړو خواوو څخه دې یوه ګډه کمېټه جوړه او د تفاهم لیک پر اساس د فعالیتونه ترسره شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۸ - ۱۱:۲۶
Background image

۳۲ تنه محبوسین د فلزکارۍ له لنډمهاله حرفوي پروګرام څخه فارغ شول

د فلزکارۍ څانګې لنډمهاله حرفوي روزنیز پروګرام، چې څه موده وړاندې د سمنګان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت لخوا د یاد ولایت په محبس کې پیل شوی و، پای ته ورسید. په دې لنډمهاله. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۸ - ۱۱:۲۲
Background image

د لغمان ولایت د مرکز اړوند تخنیکي او مسلکي لیسې زده کوونکو ته برښنا په اړه روزنه ورکړل شوه

د لغمان ولایت د مرکز اړوند تخنیکي او مسلکي لیسې د برښنا څانګې، دولسم ټولګي زده کوونکو ته د یاد ولایت په سلطان غازي بابا برښنایي شبکه کې د یو علمي سفر په ترڅ کې د برښنا په اړه عملي روزنه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۷ - ۹:۱
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده کړو د یوه ښوونیز مرکز محصلین په مخابراتو ریاست کې پر عملي زده کړو بوخت دي

د لغمان ولایت اړوند مرکز د کثیرالرشتوي انسټیټوټ د ډیټابیس او شبکې څانګې محصلینو د یاد ولایت مخابراتو ریاست ته علمي سفر وکړ ترڅو د پرکتیکې دورې په ترڅ کې عملي روزنه ترلاسه کړي. لارښود. . .

BACK TO NEWS