د هیواد په ۱۶ ولایتونو کې د روږدو کسانو او بندیانو لپاره د حرفوي کورسونو جوړیدل!

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۸ - ۱۳:۳۹
TVETA

د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداره د هېواد په ۱۶ ولایتونو کې په نشه یي توکو د روږدو کسانو او بندیانو لپاره لنډ مهاله حرفوي کورسونه جوړوي.

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې اړوند د حرفوي پروګرامونو د سمون ریاست مسوولينو په دې برخه کې د ولاياتو له تخنيکي او مسلکي زده کړو له آمرینو سره مجازي ناسته جوړه کړه.

په دې کتنه کې په نشه یي توکو د روږدو کسانو او بندیانو لپاره د لنډ مهاله حرفوي کورسونو د جوړولو د څرنګوالي په اړه بحث وشو او د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمرینو د حرفوي پروګرامونو د تنظیم ریاست له مسؤلینو سره خپل نظریات او وړاندیزونه شریک کړل.

د يادونې وړ ده، چې تر اوس مهاله سلګونه تنه د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د لنډ مهاله حرفوي کورسونو له بېلابېلو پروګرامونو څخه د فراغت سندونه ترلاسه کړي او په بازار کې پر دندو بوخت دي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۹:۱۴
Background image

د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو د فراغت مراسم ترسره شول

د ننګرهار ولایت د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو فراغت مراسم د سیمه‌ییزو مسؤلینو، علماوو، قومي مشرانو، د محصلینو کورنیو او یو شمېر ځوانانو په حضور کې ترسره شول. د فراغت په مراسمو کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۴۷
Background image

د استاد مؤمن حکیمي وینا د الله تعالی سره د بندګانو د عهد او پیمان په اړه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اصلاحي او تربیوي غونډو په لړۍ کې، استاد حمزه مؤمن حکیمي د الله تعالی سره د مسلمانانو د عهد او پیمان په اړه وینا وکړه. نوموړي د سورة الفاتحې مبارکو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۸:۴۱
Background image

د میخانیکي انسټیټیوټ زده‌کوونکو لپاره د کارموندنې مهارتونو سیمینار ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د څېړنې او نوښت ریاست په مرسته، د کابل ولایت د میخانیکي انسټیټیوټ د یو شمېر زده‌کوونکو او کارکوونکو په ګډون د کارموندنې مهارتونو او مسلکي مشورو روزنیز. . .

BACK TO NEWS