د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست: د فساد په وړاندې هيڅ ډول زغم د منلو وړ ندی

media_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۲ - ۱۳:۵۲
TVETA

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست الحاج مولوي غلام حیدر شهامت د یادې ادارې له کارکوونکو سره په یوه ناسته کې خبرې او اترې وکړې.

د پروګرام په پیل کې محترم مولوي شهامت د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د کارکوونکو د ارزونې، د امتیازاتو د ویش، تقررونو او د ستونزو د حل په ګډون په یو شمېر موضوعاتو په مفصله توګه خبرې وکړې.

نوموړي وویل، د کارمندانو ارزونه په یوې اداره کې یو له اړینو اصولو څخه دی او کارمندان باید د هغوی د وړتیا او لیاقت پر بنسټ ارتقا او پرمختګ وکړي.

له بلې خوا د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست زياته کړه، چې «په خپل ټول توان د ژمنو او مخلصو کارکوونکو څخه ملاتړ کوي».

دغه راز محترم مولوي غلام حیدر شهامت څرګنده کړه چې «رخصتي» د هر کارمند مسلم حق دی او له دې حق څخه باید د اړتیا په صورت کې استفاده وشي.

په دې ناسته کې د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست د کارمندانو د اندیښنې او د کاري مصئونیتونو په باب په څرګند ډول وويل، «چې د ژمنو او متخصصو کارکوونکو څخه ملاتړ کوي، خو د مفسدو او استفادجو کسانو پر وړاندې به جدي اقدام کوي».

د یاد پروګرام په بله برخه کې یو شمېر کارکوونکو خپلې ستونزې او وړاندیزونه په مستقیم ډول د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له مشرتابه سره شریک کړل.

په همدې حال کې د یادې ادارې د تخنيکي او مسلکي چارو مرستيال محترم مولوي غلام سعيد احساس او د يادې ادارې سرپرست الحاج مولوي غلام حيدر شهامت د کارکوونکو پوښتنو او وړانديزونو ته ځوابونه وويل.

د پروګرام په پای کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې یو شمېر کارکوونکو ته ستاینلیکونه هم ورکړل شول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۷/۵ - ۱۱:۲۵
Background image

د لیول کارۍ په اړه د پروان تخنيکي انسټيټوټ محصلينو د عملي زده کړو بهیر

د پروان ولایت تخنيکي انسټيټوټ د ساختماني څانګې محصلینو ته یاد ولايت مرکز ته د يو علمي سفر په ترڅ کې د ساختمان او ساختماند لیول کارۍ په اړه په عملي بڼه روزنه ورکړل شوه. لارښود استاد د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۷/۴ - ۱۵:۹
Background image

د مالي او اداري چارو معاونیت غونډه جوړه شوه

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د مالي او اداري چارو معاونیت غونډه د یادې ادارې مالي مرستیال مفتي فضل الرحمن فاضل په مشرۍ او د ادارې د يو شمېر رئيسانو په حضور جوړه شوه. په دې ناسته کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۷/۴ - ۱۰:۳۳
Background image

د پروان تخنیکي او مسلکي آمریت اړوند بستونو لپاره رقابتي ازموینه واخیسته

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د پروان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو د دوو استادي بستونو لپاره د متخصصو او مسلکي کسانو د جذب په موخه رقابتي ازموینه واخیسته. په دې ازموينه کې. . .

BACK TO NEWS