د پروګرامونو د څیړنې او تضمین کیفیت ریاست د آسیا معدنیتونو سازمان له مشر سره ناسته ترسره کړه

media_admin
شنبه ۱۴۰۳/۵/۶ - ۹:۳۶
TVETA

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ملي ادارې د پروګرامونو د څيړنې او تضمين کیفیت رئيس مفتي سيد محسن سادات د اسيا معدنیتونو د سازمان له مسوولينو سره وکتل.

په دې کتنه کې د نویو څانګو د جوړولو، د حرفوو د روزلو او د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو د فارغانو د ګمارنې په ګډون پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې وشوې.

په یادې کتنه کې دواړو لورو خپل نظریات شریک کړل او پرېکړه وشوه چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو د فارغانو د استخدام او جذب او د تحصیلي نصاب د پراختیا په برخه کې دې ګډ کار وشي.

د پروګرامونو د څیړنې او تضمین کیفیت ریاست هڅه کوي چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې څانګې او نصابونه د داخلي او بهرنیو بنسټونو سره د غونډو او ناستو له لارې د بازار د اړتیاو پر بنسټ جوړ کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۱:۲۵
Background image

د چک ولسوالۍ انسټیټیوټ او معارف مسؤلینو ترمنځ د همغږۍ ناسته ترسره شوه

د میدان وردګو ولایت د چک ولسوالۍ کثیرالرشتوي انسټیټیوټ آمریت د یادې ولسوالۍ د ښوونځیو له یو شمېر مدیرانو او مسؤلینو سره د همغږۍ ناسته ترسره کړه. دا ناسته په کثیرالرشتوي انسټیټیوټ کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۳:۷
Background image

محصلینو ته د ودانیو د نقشو عملي کولو زده‌کړه ورکړل شوه

د میدان وردګو ولایت جلګې ولسوالۍ د کثیرالرشتوي انسټیټیوټ محصلینو د عملي زده‌کړو په لړ کې د استوګنیزو ودانیو د جوړولو اړوند موضوعاتو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. د ودانیزو ټکنالوژۍ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۵:۳۲
Background image

د لغمان تخنیکي لېسې زده‌کوونکو ته عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د لغمان ولایت مرکز تخنیکي او مسلکي لېسې د برېښنا څانګې زده‌کوونکو په یوه درسي ناسته کې د برېښنا اړوند مهمو موضوعاتو لکه سیم‌غڅونې، د برقي مدارونو تشخیص او ترمیم، او د برېښنا خوندیتوب په. . .

BACK TO NEWS